CRI Online

که کوم هېواد سيمه ييز امنيت ويجاړ کړي، چين به مقابل ځواب ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2014-03-04 15:39:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس وياندې فو ينګ د مارچ په څلورمه نېټه وويل که کوم هېواد لمسوونکی عمل تر سره کړي او سيمه ييز امنيت او نظام ويجاړ کړي، نو چين به د دې په مقابل کې اغيزمن ګامونه پورته کړي.

نوموړې په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې د يوه امريکايي خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، چې اوسمهال همکاري د چين او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړيکو عمده تمايل دی او اقتصادي يووالی ټينګ شوی دی. په تېر يو کال کې د چين مشرانو ګاونډيو هېوادونو ته سفرونه کړي او د همکارۍ يو لړ غوښتنې او وړانديزونه يې وړاندې کړې دي، د چين او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ راتلونکی به لا ښه شي.

نوموړې دې ته اشاره وکړه چې چين يو لوی هېواد دی او د سيمه ييزې سولې او امنيت مسئوليت هم پر خپله غاړه لري. که څه هم چين له ځينو هېوادونو سره د ځمکنيو او سمندري خاورو په اړه توپيرونه لري، خو موږ تل پر دې ټينګار کوو چې د خبرو اترو له لارې دې په سوله ييزه توګه مسئلې حل شي، که دغه مسئلې په لنډ مهال کې حل نه شي، نو موږ بايد د توپيرونو د پرېښودلو تر څنګ د ګډ استعمال امکان پيدا کړو.

که کوم هېواد لمسوونکی عمل ونيسي، کډې نظريې ويجاړې کړي او سيمه ييز امنيت او نظام ته زيان ورسوي، نو چين به اغېزمن ګامونه پورته کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای