CRI Online

د چين د دوو غونډو استازو او غړو غوښتنه وکړه چې د افراطيت ګواښ دې ليری شي.

cri     (GMT+08:00) 2014-03-04 17:11:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دوو مجلسونو په کلنۍ غونډو کې برخوالو استازو او غړو د مارچ په څلورمه نېټه غوښتنه وکړه چې د افراطيت ګواښ دې ليری شي او د شينجيانګ د اقتصاد، ټولنې او کولتور پر پرمختګ باندې دې د افراطيت منفي اغيزه کمه کړي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي او د اورموچي ښار د شان شي جومات اخوند ما شو شين وويل، افراطيت د مذهب په پلمه خلک اغفال کړي دي. دوی د هېواد او خلکو پر ضد کړه وړه تر سره کوي او موخه يې زموږ هېوادڅخه جلا کېدل دي. دغه شان زورور کړه وړه له مذهبي دين او اسلاميت څخه سرغړونه ده.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای