CRI Online

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين د بېلا بېلو قومونو خلک بايد ملي يووالی وساتي.

cri     (GMT+08:00) 2014-03-04 19:26:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د پوځ د مرکزي کميسيون مشر شي جين پينګ د مارچ په څلورمه نېټه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې په دوهمه کلنۍ غونډه کې له برخوالو غړو سره د کتنې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې د چين د بېلا بېلو قومونو خلک بايد د ملي يووالي د ساتنې لپاره هڅه وکړي او په ټينګار سره دې له هغو عملونو سره مخالفت وکړي چې ملي يووالي ته زيان رسوي، ترڅو د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د يووالي دودونه نسل په نسل خپاره شي او د قومونو د يو لاس کېدو، د ټولنيز ثبات او د هېواد د يووالي لپاره ښه زمينه برابره شي.

رئيس شي جين پينګ زياته کړه چې اړوندې څانګې بايد د ملي لږکيو د اوسيدونکو سيمو او قومي سيمو د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي، تر څو ځايی اوسيدونکي ورڅخه رښتينې ګټې واخلي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای