CRI Online

لي که چيانګ: اړوندې خواوې بايد د اقتصاد ثابتوالی او ښه پرمختګ پياوړی کړي.

cri     (GMT+08:00) 2014-03-04 19:28:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو غړي او د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په څلورمه نېټه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې په دوهمه کلنۍ غونډه کې او د دې کنفرانس له غړو سره د کتنې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې اړوندې خواوې بايد د عمومي حالتو د ادارې او د بېلا بېلو خواوو د وړانديزونو د لټولو پر بنسټ تګلاره طرحه کړي او د اقتصاد ثابتوالی او ښه پرمختګ دې پياوړی کړي.

صدراعظم لي که چيانګ د اقتصادي او کرهنيزو ساحو له غړو سره هم د اقتصاد د پرمختګ، د اصلاحاتو د ژورتيا او د شانګهای د ازادې سوداګريزې سيمې د ابادولو او د کرنې د عصري کېدو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای