CRI Online

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين د بېلا بېلو قومونو خلک بايد ملي يووالی وساتي.

cri     (GMT+08:00) 2014-03-04 20:48:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ګوند او دولت مشرانو شي جين پينګ، لي که چيانګ، جانګ ده جيانګ، يو جنګ شنګ، ليو يون شان، وانګ جي شان، جانګ ګاو لي د مارچ په څلورمه نېټه په جلا جلا توګه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوهمي کلنۍ غونډې له غړو سره کتنه کړه او ورسره يې مسلاشورې وکړې.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د پوځ د مرکزي کميسيون مشر شي جين پينګ د مارچ په څلورمه نېټه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې په دوهمه کلنۍ غونډه کې له برخوالو غړو سره د کتنې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې د چين د بېلا بېلو قومونو خلک بايد د ملي يووالي د ساتنې لپاره هڅه وکړي او په ټينګار سره دې له هغو عملونو سره مخالفت وکړي چې ملي يووالي ته زيان رسوي، ترڅو د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د يووالي دودونه نسل په نسل خپاره شي او د قومونو د يو لاس کېدو، د ټولنيز ثبات او د هېواد د يووالي لپاره ښه زمينه برابره شي.

رئيس شي جين پينګ زياته کړه چې اړوندې څانګې بايد د ملي لږکيو د اوسيدونکو سيمو او قومي سيمو د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي، تر څو ځايی اوسيدونکي ورڅخه رښتينې ګټې واخلي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو غړي او د چين صدراعظم لي که چيانګ په همدې ورځ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې په دوهمه کلنۍ غونډه کې او د دې کنفرانس له غړو سره د کتنې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې اړوندې خواوې بايد د عمومي حالتو د ادارې او د بېلا بېلو خواوو د وړانديزونو د لټولو پر بنسټ تګلاره طرحه کړي او د اقتصاد ثابتوالی او ښه پرمختګ دې پياوړی کړي.

صدراعظم لي که چيانګ د اقتصادي او کرهنيزو ساحو له غړو سره هم د اقتصاد د پرمختګ، د اصلاحاتو د ژورتيا او د شانګهای د ازادې سوداګريزې سيمې د ابادولو او د کرنې د عصري کېدو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای