د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې د چين د دوولسم ملي ولسي کانګرس دوهمه غونډه د روانې مياشتې د ٥ نيټې په سهار په بيجينګ کې پرانيستل شوه.د شي جين پينګ او لي که چيانګ په ګډون د چين مشرانو او څه دپاسه ٣٠٠٠ وکيلانو په کې ګډون درلودلی دی. د غونډې په پيل کې ګډون کوونکو د يون نان د ترهګرې پېښې له امله وژل شويو کسانو په مناسبت ماتم څرګند کړی دی. بيا وروسته صدراعظم لي که چيانګ دغې غونډې ته د حکومت کاري راپور معرفی کړی دی.
دغه غونډه د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس د مرکزي کميټې له دريمې غونډې نه وروسته د چين واکمن ارګان لومړی کلنی غونډه ده. د غونډې په اته نيم ورځو کې به استازي د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې ، سترې محکمې او سترې څارنوالي کاري راپورونه وڅاري.
د مارچ د ١٣ نيټې په سهار به د غونډې له ختميدو نه وروسته د چين صدراعظم لي که چيانګ چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |