د سين هوا اژانس دخبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د روانې مياشتې په ٥ نېټه د حکومت د کاري راپور د معرفی کولو په ترڅ کې وويل چې په تير کال د نړېوال اقتصادي کمزورتيا او کورني اقتصادي پرمختګ ټيټوالي پر مخ د طبعي ناورينونو او پيچليو ستونزو سره سم د هېواد د بېلابېلو قومونو وګړو د عمومي منشي شي جينګ پينګ او د ګوند د مرکزي کميټې په مشرۍ د اقتصاد او ټولنې بېلابېلې انکشافي موخې پوره کړې او د اصلاحاتو او ورخلاصون او سوسياليستي عصري ابادۍ مو ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي.
په تير کال کې د کورني توليد عمومي ارزښت ٥٦٩٠٠مليارډو يوانو ته رسيدلی چې د وړم کال په پرتله ٧.٧ فصده زيات شوی و. په ښاري او کليوالو سيمو کې د وګړو منځنی عايدات په جلا جلا توګه ٧ او ٩.٣ سلنه زيات شوي وو.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |