د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې د روانې مياشتې د ٥ نيټې په سهار د دوولسم ملي ولسي کانګرس دهمه غونډه په ولسي تالار کې پرانيستل شوه او خارجي خبري رسني دغې غونډې ته ډيره پاملرنه ورکوي.
د بريتانيا مالي ورځپاڼې څرګنده کړه چې د چين حکومت د اقتصادي پرمختګ او پورونو، د اصلاحاتو او ثبات ، اقتصاد او چاپيريال ، د لنډ زغم او اوږدو ګټو ترمنځ بيلانس کول به د دغې غونډې د پام وړ مسئلې وي.
د امريکا د وال ستريټ جرنل ورځپاڼې په يو ليک کې وويل چې د چين د اقتصادي پرمختګ موخه په ٧.٥ سلنه ټاکل شوې ده. په دې وروستيو لس ګونو کلونو کې نړۍ د چين پر اقتصادي پرمختګ اتکا کوله چې هر کال يی څه دپاسه لس فيصده د پرمختګ موخه پوره کوله. اوس چين يو سګنل نړۍ ته خپور کړی چې هغه وخت تير شوی و.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |