CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2014-03-05 17:18:23
د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه پرانيستل شوه

د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه د فېبرورۍ په پنځمه نېټه په بيجينګ کې پرانيستل شوه. له غونډې نه مخکې د چين په ځينو مشهورو ويبپاڼو کې د څيړنې له مخې د ټولنيز ضمانت، د فساد پر ضد مبارزه، د خوراکونو او درملو امنيت، د عايداتو ويشلو، د کورنۍ لارښوونې، د چاپيريال د اداره کولو، د ښوونيزو چارو د اصلاحاتو، د کورونو او د نويو ښارګوټو د ابادولو په شمول ځينې موضوعات د ډېرې پاملرنې وړ ګرځيدلې دي.

شپږپنځوس کلنه ميرمن هوانګ په ګوانګ جو ښار کې اوسېږي او له تقاعد وروسته په ځانګړې توګه د ټولنيز ضمانت مسلې ته پام اړوي. (اواز)

له تقاعد کيدو وروسته می هيله پيدا شوه چې ټولنيز ضمانت به نور هم ښه شي او له تقاعد کيدو وروسته بنسټيز عايدات، طبی چارې او د پيسو پاړسوب په هکله مې انديښنې زياتې شوې.

برسيره پر دې د کورونو، د خوراکونو او درملو امنيت او د چاپيريال د اداره کولو په شمول د ژوند په هکله نورې مسلې د عادی خلکو لپاره ډېرې د پام وړ دي. (اوازونه)

زه د کورونو مسلې ته ډېره پاملرنه کوم. اوس د کورونو د بيو د زياتوالي اندازه ډېره زياته ده، عادی خلک د عايداتو له لارې د کورونو اخيستلو په چارو کې ډېرې ستونزې لري او د اوسيدو مسله په ژوند کې تر ټولو مهمه ده. هيله ده چې حکومت دغه مسله حل کړي او خلکو ته په ريښتنی ډول خدمت وکړي.

اوس په بيجينګ کې د هوا ککړتيا ډېره سخته ده، دغه مسله بايد په بيړنې توګه حل شي او اړين تدبيرونه بايد ژر تر ژره صادر شي.

زه هيله لرم چې حکومت بايد د خوراکونو او درملو د امنيت تامينولو په چارو کې جدی تدبيرونه طرح کړي. په خوراکونو کې د اضافی توکيو زياتوال او د جعليو خوراکونو جوړول د انديښنې وړ دي. که خوراکونه امن نه وي، ژوند نه شي تامين کيدای. نو هيله ده چې حکومت دغې مسلې ته په درنه سترګه وګوري.

دغې مسلې د ملی ولسی کانګرس په روانې کلنې غونډې کې د استازيو تر پاملرنې او بحثونو لاندې دي. د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې غړي جنګ جونګ چنګ چې د اوږدې مودې لپاره يې د ټولنيز ضمانت، د عايداتو ويشل او د خلکو د ژوند په هکله څيړنې تر سره کړې، داسې وويل (اواز)

په دې روان کال کې می د زړو کسانو د ضمـانت مسلې ته پاملرنه کوم په ځانګړې توګه د عمر زړښت بيمه او د زړو کسانو د روزنې خدمتونه ډېر مهم دي. په راتلونکی کې بايد په دې برخه کې د ميکانيزم جوړونې چارې پياوړې شي. زه به د زړو کسانو د ګټو لوړتيا لپاره کوښښ وکړم.

څرنګه چې په دې وروستې موده کې د چين په زياتوځايونو کې څو څو ځله د هوا ککړتيا رامنځته شوه او د چين د ملی ولسی کانګرس استازي ځونګ چينګ هو د چاپيريال مسلې ته ډېره پاملرنه کوي. هغه وويل(اواز)

د بريتاني هېواد لندن پخوا د لړو ښار په نامه ياديده ،خو اوس په دغه ښار کې هوا ښه ده. زما په نظر د اقتصادی پرمختګ په حال کې صنعتی ککړتيا او د هوا ککړتيا رامنځته شوې، خو دغه مسله بايد حل شي.

د چاپيريال ساتنې مسلې په هکله د چين د ملی ولسی کانګرس د کلنې غونډې په لومړې مطبوعاتي غونډه کې وياندې فو ينګ دا مالومات ورکړل چې د چاپيريال ساتنې په برخه کې د قانون جوړول به د ملی ولسی کانګرس د دايمې کميټې يو مهم کار وګرځي. هغې وويل(اواز)

د ملی ولسی کانګرس د دايمې کميټې د قوانينو جوړولو په پلان کې د چاپيريال ساتنې چارو ته په ډېره درنه سترګه لېدل کېږي. د بيلګې په توګه د اوبو او خاورو ککړتيا د مخنيوي په هکله قوانين په پلان کې شامل شول. برسيره پر دې مونږ د ککړې هوا د مخنيوي قانون له مخې د ادارې کارونه هم پيل کړو او پر دې بنسټ به دغه قانون تعميم کړو تر څو د ککړې هوا ادارې کولو ته قانوني ضمانت برابر شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای