د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په پنځمه نېټه د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس په دوهمه عمومي غونډه کې د حکومتي کاري رپوټ د وړاندې کولو په ترڅ کې وويل چې سږ کال به د ورخلاصون سويه لوړه کړي او د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاريزې سيمې ابادی به چټکه کړي. په چين کې د پاکستان لوی سفير معسود خالد د چين د نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې د يادې همکاريزې سيمې په اړه د چټک پرمختګ هيله څرګنده کړه.
نوموړي وويل چې ډېر خوشحاله يم چې صدراعظم لي که چيانګ د حکومت په کاري رپوټ کې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاريزې سيمې د ابادۍ چټکوالی ياد کړ، دا د پاکستان لپاره يو ډېر ښه خبر دی.
معسود خالد وويل چې ياده پروژه به نه يوازې د چين او پاکستان خلکو ته ګټې ورسوي بلکې د ټولې سيمې د پرمختګ سرعت به چټک کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ به اړيکې لا ټينګې کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |