CRI Online

شي جين پينګ د شانګهای پلاوي په مباحثوی غونډه کې ګډون درلود

cri     (GMT+08:00) 2014-03-05 19:33:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې سرمنشي، د دولت رئيس او د پوځ د مرکزي کميسيون مشر شي جين پينګ د مارچ په پنځمه نېټه ماسپښين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې په اړه د شانګهای د پلاوي په غونډه کې د ګډون په ترڅ کې وويل چې هڅاند کسان به په سيالۍ کې مخکښ مقام ونيسي او شانګهای څخه يې هيله څرګنده کړه چې د هېواد په اصلاحاتو، ورخلاصون او علمي پرمختګ کې دې په پر له پسې توګه پخوانی ځای وساتي، د مکانيزم پر نوښت دې ټينګار وکړي او د شانګهای د ازادې سوداګرۍ د ازمويښتي سيمې ابادۍ ته دې پرمختګ ورکړي او د ټولنيزې ادارې يوه نوې لار دې جوړه کړي. .

د شانګهای پلاوي استازو په جلا جلا توګه د شانګهای د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ، د ازادې سوداګرۍ سيمې د ابادۍ، د اصلاحاتو د ژوروالي په شمول د يو لړ مسئلې په اړه خپلې نظريې څرګندې کړې. شي جين پينګ د استازو د ويناوو له اورېدلو وروسته يوه مهمه وينا هم وکړه. هغه په تېر کال کې د اقتصادي پرمختګ، د اصلاحاتو د ژوروالي او د نوښت په برخو کې د شانګهای له خوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو ستاينه وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای