CRI Online

د چين د کمونست ګوند او د هېواد مشرانو د پلاويو په مباحثوي غونډو کې ګډون درلود

cri     (GMT+08:00) 2014-03-05 21:26:01

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ د پنځمې نېټې په سهار د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه په بېجينګ کې پرانيستل شوه، د شي جين پينګ په شمول د چين د کمونست ګوند او د هېواد مشرانو او نږدې درې زرو استازو په غونډه کې ګډون درلود. په پرانيستونکو مراسمو کې صدراعظم لي که چيانګ د نوې دورې حکومت په استازيتوب د حکومت کاري رپوټ وړاندې کړ. په همدې ورځ ماسپښين شي جين پينګ، جانګ ده جيانګ، يو جنګ شنګ، ليو يون شان او وانګ چي شان په جلا جلا توګه د شانګهای، جه جيانګ، هو بې، داخلي مغولستان او بېجينګ د پلاويو په مباحثوي غونډو کې د حکومت پر کاري رپوټ بحث وکړ.

شي جين پينګ د شانګهای د پلاوي په غونډه کې د ګډون په ترڅ کې وويل چې هڅاند کسان به په سيالۍ کې مخکښ مقام ونيسي او شانګهای څخه يې هيله څرګنده کړه چې د هېواد په اصلاحاتو، ورخلاصون او علمي پرمختګ کې دې په پر له پسې توګه پخوانی ځای وساتي، د مکانيزم پر نوښت دې ټينګار وکړي او د شانګهای د ازادې سوداګرۍ د ازمويښتي سيمې ابادۍ ته دې پرمختګ ورکړي او د ټولنيزې ادارې يوه نوې لار دې جوړه کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای