عکس: د چين د دولت ريس شي جن پينګ د ګوانګ دونګ ولايت د پلاوی په خبرو اترو کې ګډون کوي
د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين په کون مينګ ښار کې د ترهګريزې پېښې له رامنځته کېدو وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې د قانون جوړونه د سږ کال په دوو ملي مجلسونو کې د پام وړ مسئلې ګرځېدلې دي، او په دې اړوند ځينو استازو اړوند وړانديزونه او تجويزونه وړاندې کړي دي.
د ملي ولسي کانګرس استازي او د يون نان والي لي جي هنګ وړانديز وکړ چې هغه موضوع دې د حکومت په کاري رپوټ کې زياته شي چې له مخې يې هېواد بايد د ترهګرۍ پرضد د پيشبينۍ او د بېړني غبرګون نظامونه بشپړ کړي. لي جي هنګ وويل چې د ترهګريز ځواک په وړاندې نيک عمل هم په خپله يو جرم دی. د کون مينګ له ترهګريزې پېښې څخه د هېواد په وړاندې يوه مسئله ښکاري او د ترهګرۍ پرضد د چين د پيشبينۍ او بېړني غبرګون نظامونه نه دي بشپړ شوي او د معلوماتو تګ راتګ هم ښه نه دی.
د ملي ولسي کانګرس استازې ديلينر عبدالله وويل چې د ترهګرۍ او زورزياتي له ځواکونو سره د مبارزې په برخه کې د قوانينو بشپړوالی ډېر لازم دی. دا به د هېواد د بېلا بېلو قومونو خلکو ته د ترهګرو بد نيت او له وطن څخه د بيلتون غوښتنې بڼه وروپېژندلی شي.
(ياسمين)
عکس: صدراعظم لي که چيانګ د شان دونګ ولايت د پلاوی په خبرو اترو کې ګډون کوي
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |