CRI Online

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې منشی: روان کال د چين د اقتصاد پيل ښه دی

cri     (GMT+08:00) 2014-03-06 17:07:18
د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې منشی: روان کال د چين د اقتصاد پيل ښه دی

د چين د ملي ولسي کانګرس د کلنۍ غونډې په هکله لومړې خبري ناسته د مارچ په پنځمه نېټه تر سره کړه چې په کې د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې منشی شوی شاو شی د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ او د عمومی کنترول په هکله د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل. ښاغلي شوی وويل د روان کال په پيل کې د چين اقتصاد ښه پرمختګ کړی او په راتلونکې کې به نور ښه شي. چين د هغه اټکل شوي هدف د عملی کولو شرايط، توان او باور لري چې په روان کال کې به د اقتصادی پرمختګ اندازه شاوخوا اووه اعشاريه پنځو ته رسېږي.

تير کال د چين اقتصاد په ثابته توګه پرمختګ موندلی چې د کورنيو توليداتو عمومی اندازه اووه اعشاريه اووه سلنې او سی پي ای يې دوه اعشاريه شپږ سلنې ته رسيدلې، د نويو ګمارل شويو کسانو شمېر پنځلس مليونه او يوه لکه تنو ته ورسيد او په ټول هېواد کې د هر تن په سر د عايداتو زياتوالی اندازه اته اعشاريه يو سلنې ته ورسيده. په تير کال کې د چين اقتصاد د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره ډېر مهم رول لوبولی دی. شوی شاو شی وويل(اواز)

د ياد وړ دی چې د چين د صادرونکو او واردونکو مالونو عمومی ارزښت پنځه ويشتو زرو او اتو سوو مليارډ يوانو ته ورسيد او لومړی ځل په نړۍ کې لومړی لوی سوداګريز هېواد وګرځی. برسيره پر دې د خدمتی چارو عمومی ارزښت د کورنيو توليداتو په عمومی ارزښت کې شپږ څلويښت اعشاريه يو سلنې ته ورسيده چې لومړی ځل له صنعتی چارو څخه اوښتې وه او له دې څخه څرګندېږي چې د چين د اقتصاد تنظيمولو کارونه مهم پرمختګونه تر لاسه شوي دي.

شوی شاو ش په چين کې د اقتصاد د شاته راتګ رد کړ او ويې ويل چې په چين کې د اقتصاد پرمختګ بنسټيز حالت نه دی بدل شوی او چين په روان کال کې د اقتصادی پرمختګ د هدف عملی کولو پوره شرايط، توان او باور لري. هغه وويل (اواز) لومړې موږ به په هراړخيزه توګه اصلاحات ژور کړو او د اقتصاد پرمخوړلو لپاره داخلی ځواک او د بازارونو فعال ځواک پياوړی کړو. دويم دا چې موږ به په ګډه د صنعت، مالوماتو، ښارګوټو کيدو او د کرهنيزو چارو عصری کيدو بهير هڅونه وکړو. دريم دا چې موږ به د نوښت چارې پياوړې کړو تر څو د پرمختګ ځواک ټينګ شي. څلورم دا چې د اقتصاد د عمومی کنترول په ترڅ کې زموږ تجربې، ټينګ هوډ او توان به هرومرو د اقتصاد پرمختګ ته ښه شرايط جوړ کړي.

د مالوماتو له مخې روان کال د چين د مرکزی حکومت په مالی بوديجې کې د پانګونې برخه د پخوا په پرتله شل مليارډ يوانه زياته شوې چې څلور سوه او اووه پنځوس مليارډ او شپږ سوه مليونه يوانو ته رسېږي. شوی شاو شی وويل د پسو د ويشلو لارې په ډېره زياته اندازه تنظيم شوې چې په عادی سيالې لرونکو چارو کې به د نږدی څلويښت سلنې برخه او په بنسټيزو، هراړخيزو او ستراتيژيکو چارو کې به د سل مليارډ يوانو پانګونه وشي. هغه وويل(اواز)

په مالی بوديجې کې پيسی به په عمده توګه د اقتصادی جوړښت او د کمزورو برخو په چارو په ځانګړې توګه په کلي چارو کې وکارول شي تر څو دغه پيسی د امکان تر حده پورې رول ولوبول شي. دغه پيسی به په عمده توګه د ساده کورونو د ترسيمول، د بنسټيز ژوند لپاره د کورونو او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادی، د کليو، کرهنيزو چارو او بزګرانو چارو د پياوړتيا، د اجتماعی کارونو او د ټولنېيزې اداره کول، د مهمو بنسټيزو تاسيساتو د ابادی، د انرژۍ سپمولو او د چاپيريال ساتنې، د ايکلوژيکو چارو ابادی، د سرحدی سيمو او د لږ کيو قومونو د استوګنځايونو د پرمختګ او په خپله د نوښت او د اقتصادی جوړښت تنظيمولو په چارو کې وکارول شي.

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای