CRI Online

شي جين پينګ، لي که چيانګ، جانګ ده جيانګ او يو جنګ شنګ په جلا جلا توګه د هېواد د پلاويو په مباحثوي غونډو کې ګډون درلود

cri     (GMT+08:00) 2014-03-06 19:47:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند او د هېواد مشرانو شي جين پينګ، لي که چيانګ، جانګ ده جيانګ او يو جنګ چنګ د مارچ په شپږمه نېټه په جلا جلا توګه د دوو لسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې د دوهمې غونډې د ځينو پلاويو په مباحثوي ناستو کې ګډون درلود.

رييس شي جين پينګ د همدې ورځې په سهار د ګوانګ دونګ ولايت د پلاوي په بحث کې ګډون درلود. استازو د قوانينو تر لارښوونې لاندې د ځايي اصلاحاتو او ورخلاصون، د نوښت له لارې د پرمختګ د چټکولو د ستراتيژۍ، د ماشومانو او ځوانانو د لويوالي لپاره د فضا ښه والي او د بنسټيزې ادارې د پياوړتيا په شمول د يو لړ مسئلو په اړه خپلې نظريې بيان کړې او ورپسې شي جين پينګ يوه مهمه وينا وکړه.

رئيس شي دې ته اشاره وکړه چې په تېرو دېرشو کالونو کې په اصلاحاتو او ورخلاصون کې د کړکۍ رول لوبولی دی. ګانګ دونګ ولايت بايد په پر له پسې توګه د سوسياليزم بازاري اقتصاد پر اصلاحاتو ټينګار وکړي او د حکومتي دندو بدلون دې چټک کړي. (ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای