د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او د شينجيانګ د خودمختارې سيمې مشر نور بېکلی د مارچ په شپږمه نېټه وويل چې د شينجيانګ د بيلتون غوښتوونکو د کړو وړو تر شا بهرنی ځواک محرک دی.
په همدې ورځ ماسپښين نور بېکلي په يوه خبري ناسته کې د خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل چې لږ څه کسان له هېواد څخه د شينجيانګ د بيلتون ناوړه موخه لري، خو موخه به يې تر سره نه شي کيدای، په دې اړوند موږ ټينګ باور لرو.
نوموړي زياته کړه چې د بيلتون غوښتنې د ځواکونو تر شا بهرنی قوت ولاړ دی، اوسمهال شينجيانګ له بيلتون غوښتنې سره د سختې مبازرې په حال کې دي او د ترهګرۍ او زورزياتي له کړو وړو سره مخامخ دی.
هغه وويل چې په دې وروستيو کالونو کې شينجيانګ د اقتصاد، د خلکو د ژوند د ښه والي او بېلا بېلو ټولنيزو چارو په برخو کې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، د بيلتون غوښتنې، ترهګرۍ او مذهبي افراطيت ځواکونه په شينجيانګ کې د وګړو ملاتړ تر لاسه نه شي کولی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |