CRI Online

ګا هو چنګ: باور لرم چې سږ کال به د چين  اقتصادي زياتوالی اوه اعشاريه پنځه سلنې ته ورسېږي

cri     (GMT+08:00) 2014-03-07 13:59:18

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،  د چين د سوداګرۍ وزير ګاو هو چنګ د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې په يوه خبري ناسته کې وويل باور لرم چې سږ کال به د چين  اقتصادي زياتوالی اوه اعشاريه پنځه سلنې ته ورسېږي.

ښاغلي ګاو هو چنګ وويل د نړيوال بازار له لحاظه ٢٠١٤ کال د نړيوال اقتصاد د احيا کېدو تمايل ساتي، په تېره بيا د پرمختللو هېوادونو اقتصاد د بيا احيا په حال کی دی، نو دا به د چين د صادراتو د زياتوالی لپاره ګټور وي.

هغه وويل د کورني بازار له لحاظه دوه ګوني ګټور لاملونه لري چې يو يې دا دی چې له نړيوال پولي بحران څخه راپدې خوا د نړيوالې سوداګرۍ په هکله د چين د تصديو توليدي تنظيم او ځواک پياوړی شوی. دوهم  د نظام او ميکانيزم په برخو کې د نوښت چارې به د تصديو د سيالي توان نور هم  لوړ کړي.

هغه وويل د چين په صادر شويو توليداتو کې د زياترو توليداتو اضافي ارزښت ټيټ دی او خپلواکې سوداګريزې نښې  يې لږې دي او په نړيوال بازار کې وروسته پاتې دی. نو چين د سوداګرۍ په برخه کې د يو پياوړي هېواد د ګرځېدلو په لار کې بايد دغه ستونزې ليرې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای