د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شينجيانګ د اويغوري قومي خپلواکې سيمې د ترافيک او ترانسپورت ادارې خبر ورکړ، چې په سږکال کې به د شينجيانګ د ترافيکي او ترانسپورتي چارو په برخو کې له دېرشو مليارډو يوانو څخه تر پنځه دېرشو مليارډو يوانو پورې پانګې واچول شي او دغه پانګې به په عمده توګه د اوو لويو ترافيکي پروژو د ترسره کېدو لپاره ولګول شي.
دغه راز په سږکال کې به په شينجيانګ کې د مهمو سړکونو شبکې هم اصلاح شي، په سرحدي سيمو کې به د سړکونو ابادۍ چټکه شي او په بې وزليو کليوالو سيمو کې به سړکونه نورهم اصلاح شي.
د اړوندې شمېرې له مخې په ٢٠١٣ کال کې د شينجيانګ د ترافيکي او ترانسپورتي چارو په برخو کې پنځه دېرش مليارډه او دوه سوه مليونه يوانه لګول شوي اود ٢٠١٣ کال ترپايه پورې په شينجيانګ کې ګړندي سړکونه او د لومړۍ درجې سړکونه ٤٠٠٠ کيلومترو ته رسيدلي دي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |