CRI Online

په شينجيانګ کې ترهګريز عملونه د فعاليدو په حال کې دي

cri     (GMT+08:00) 2014-03-07 16:56:54
په شينجيانګ کې ترهګريز عملونه د فعاليدو په حال کې دي

د چين د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په دويمه غونډه کې د شينجيانګ پلاوي د مارچ په شپږمه نېټه له غرمې وروسته د خلکو په لوی تالار کې د شينجينګ په صالون کې له خبري رسنيو سره مرکه وکړه. د چين د کمونست ګوند د مرکزی حکومت د سياسی بيورو غړي او د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د کمونست ګوند د کميټې منشی جانګ چون شيان، او د منشی مرستيال او د دغې سيمې ريس نور بيکري په شينجيانګ کې له ترهګرۍ سره د مبارزو په هکله د چينی او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. ښاغلي نور بيکري وويل د زورزياتي ترهګر د هيڅ قوم او يا دين په استازيتوب نه شی کولی، دا د دوی ترهګريز عملونه د ټولنې او انسانانو پر ضد جرمونه دي. (اواز)

د زورزياتي ترهګريزې پيښې په مختلفو ځايونو کې رامنځته شوي چې د ټولنې، انسانانو او تمدن پر ضد د ترهګرو له ظالمانه مخونو څخه څرګندېږي او د خلکو د ژوند او پرمختګ بنسټيزو ګټو ته زيانونه يې رسولي دي. دوی د شينجيانګ او ټول هېواد د بېلا بېلو قومونو ګډ دښمنان دي. د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو خلک په هر ډول د زورزياتي عملونه غندي.

نور بيکري وويل اوس په شينجيانګ کې د تندلارو پر ضد مبارزې ډېرې تيزې او فعالې دې او دا امکان هم شته چې د هېواد په بهر کې ځينی بد نيت لرونکي کسان نه غواړي يو اتحاد او پياوړی چين وګوري، خو د دوی موخه به ريښتنی نه شي. (اواز)

ځينی کسان دا بد نيت لري چې شينجيانګ دې له چين څخه جلا شي او د هېواد په بهر کې د ځواکونو د لمسون کولو له لارې يې يو لړ فعاليتونه تر سره کړيدي. البتا د دوی موخه به ريښتنی نه شي، ځکه چې د قومونو جلاکيدونکي، د زورزياتي ترهګريز ځواکونه او مذهبی تندلاري په شينجيانګ کې د منلو وړ نه دي، او دوی څو څو ځله ټولنې او خلکو ته زيانونه رسولي او رسوي يې. خو د دوی بد نيت به هرومرو په پای کې ناکام شي.

د شينجيانګ د کمونست ګوند د کميټې منشی جانګ چون شيان خبري رسنيو ته وويل حکومت بايد ترهګرو ته نيک خواه تګلاره غوره نه کړي او په سخته توګه دې له دوی سره مبارزه وکړي. په وروستې موده کې د زورزياتي فعاليتونه د شينجيانګ نه پر ته د بيجينګ او کون مينګ په شمول په ځينو ځايونو کې هم رامنځته شول، په دې هکله جانګ چون شيان دا رد کړه چې په شينجيانګ کې په سخته توګه له ترهګرو سره د مبارزو له امله يادې پيښې رامنځته شوې، خو ترې ښکاري چې نړيوال ترهګريز فعاليتونه زيات شوي. هغه وويل(اواز)

دا نه شی ويلی چې په کومو ځايونو کې له ترهګرۍ سره مبارزې زياتې دې او په کومو ځايونو کې کمې دې، دغه مبارزې هرومرو تر سره کېږي. په تير وخت کې شينجيانګ له ترهګرۍ سره د مقابلې کولو په چارو کې دومره زيات کارونه تر سره نه کړل او د کمونست ګوند د مرکزي حکومت تر ټينګ لارښوونې لاندی يې بيا هم برياليتوبونه تر لاسه نه کړل، نو اوس به د زورزياتي فعاليتونه نه رامنځته کيږي؟ د زورزياتي ترهګريزې پيښې له ترهګرو سره د مبارزې نه وروسته نه رامنځته کيږي، او ترهګري د ټولنې لپاره زهر ده. څرنګه چې اوس حکومت له ترهګريزو پيښو سره د ټينګ مخالفت کولو لپاره يو لړ تدبيرونه غوره کړي، د زورزياتي ترهګريز عملونه هم تر محدوديت لاندی راغلي دي.

جانګ چون شيان وويل د مالوماتو خپريدو لپاره عصری لارې ترهګرانو ته انسانتياوې برابروي. يقين دی چې په پر له پسی ډول سره د زده کړې او څيړنې له لارې د زورزياتي ترهګريزو عملونو د خپريدو مسله به د امکان تر حده پوری حل شي. (اواز) اوس په شينجيانګ کې د زورزياتي ترهګريزو فعاليتونو نوی سلنی برخه د مجرمينو له خوا په انټرنيټ کې د ويډيو کتلو له لارې تر سره کيږي. موږ به په پر له پسی ډول سره خپل ويښتوب وساتو او په پرمختللو لارو چارو سره به زده کړه وکړو . يقين لرم چې موږ به په ګډه مسلکی چارې پياوړې کړو او کوښښ به وکړو تر څو د زورزياتي او ترهګريزو پيښو د رامنځته کيدو امکانات محدود کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای