CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرس د بهرنيو چارو کميټې مسؤل د امريکا د پارلماني غړيو او دالای لاما ترمنځ د کتنې په اړه وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2014-03-07 20:55:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په اوومه نېټه د ملي ولسي کانګرس د بهرنيو چارو کميټې مسؤل د امريکا د پارلماني غړي او دالای لاما ترمنځ د کتنې په اړه يوه وينا وکړه. هغه وويل چې د امريکا د پارلمان مشرانو او لږ څه غړيو ،د امريکا دغه عمل د امريکا له ژمنې څخه هم سرغړونه ده چې وايې له چين څخه د تبت د بېلتون له عملياتو څخه ملاتړ نه کړي، او د چين په کورنيو چارو کې سخته لاسوهنه ده. د چين ملي ولسي کانګرس له دې سره سخت احتجاج کوي.

تبت تل د چين د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ده او تبتي قوم تل د چين د قومونو په لوی کور کې يو مهم غړی دی. دالای لاما د مذهب او بشري حقوقو په پلمه له وطن څخه د بيلتون غوښتونکی او د قومي يووالي د ويجاړولو کړه وړه تر سره کړی او کوي يې. د تبت چارې د چين داخلي چارې دي. د چين حکومت او خلک له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې نور هېواد د دالای لاما سفر ته اجازه ورکړي او د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې ناوړه موخه تر سره کړي او د چين پر حاکميت او يووالي زيانمن کړه وړه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای