CRI Online

د شي جين پينګ او لي که چيانګ په شمول مشرانو په جلا جلا توګه د بېلا بېلو پلاويو په مباحثوي غونډه کې ګډون درلود.

cri     (GMT+08:00) 2014-03-07 21:25:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شي جين پينګ، لي که چيانګ، جانګ ده جيانګ، يو جنګ شنګ، ليو يون شان، وانګ جي شان، جانګ ګاو لي په شمول د هېواد او ګوند مشرانو د مارچ په اوومه نېټه په جلا جلا توګه د ١٢مې دورې د ملي ولسي کانګرس د دوهمې عمومي غونډې د بېلا بېلو پلاويو په مباحثوي غونډه کې ګډون درلود.

د ښځو د نړيوالې ورځ د رارسيدو په وخت کې رئيس شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې او دولتي شورا په استازيتوب ښځينه استازو، غړو او د بېلا بېلو ساحو ښځو ته د دې ورځې په نسبت مبارکي وويله.

ښاغلي يو جنګ شنګ د شينجيانګ پلاوی په مباحثوي غونډه کې وويل، چې بايد د مهم ټکې په توګه د ټولنې ثبات او دايمي ارامتيا وساتي او په لا جدي توګه دې د ښوونې، کاري فرصت، هستوګنې، ټولنيز ضمانت او د بيوزليتوب د له منځه وړلو په شمول چارې پياوړی کړي او د بېلا بېلو قومونو ترمنځ دې د يووالي او ګډ سمسورتيا لپاره هڅه وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای