CRI Online

وانګ يي: په ٢٠١٤ کال کې د چين دېپلوماسی دوه عمده دندې لري

cri     (GMT+08:00) 2014-03-08 11:04:21

وانګ يي: په ٢٠١٤ کال کې د چين دېپلوماسی دوه عمده دندې لري

د سين هوا اژانس دخبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د روانې مياشتې په ٨ نېټه په بيجينګ کې وويل چې سږ کال د چين دېپلوماسی دوه عمده دندې لري.

هغه وويل چې لومړی په نور هم فعال ډول د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له ژورتيا سره خدمتونه وکړي. موږ به له نړېوالې په تيره بيا له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې پرمخ بوزو چې د کورنيو اصلاحاتو او ورخلاصون لپاره ښه چاپيريال برابر شي. موږ به تر وسې پورې په بهر کې د چين د قانوني ګټو د ساتلو لپاره ټينګ ضمانت برابر کړو.

هغه زياته کړه چې موږ به د يو مسؤلانه لوی هيواد رول پياوړی کړو. موږ به په نړېوال ډګر کې د عادليې، مساواتو او برابرۍ اصول پلی کړو په تيره بيا د پرمختيايي هېوادونو قانوني ګټې وساتو چې نړېوال سيستم نورهم مساوي او عادلانه شي. موږ به په نورهم فعال ډول په نړېوالو او سيمه ييزو چارو کې د تودو مسئلو د حل وفصل لپاره د چين رول پياوړی کړو.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای