CRI Online

لين يي فو: د چين د چټک اقتصادي پرمختګ پټ قوت لا هم موجود دی

cri     (GMT+08:00) 2014-03-11 16:41:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي لين يي فو د مارچ په لسمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې د چين د چټک اقتصادي پرمختګ پټ قوت لا هم موجود دی ، پر اوسنۍ لارې دې د باور ټينګتيا نوره هم پياوړې شي.

نوموړي وويل چې په راتلونکې يوې اوږدې مودې کې به د چين د پرمختګ انډول له اوه سلنې څخه تر اته سلنې پورې وساتل شي. د اقتصادي پرمختګ اصلي لامل د تکنالوژۍ نوښت او د صنايعي شکل د بشپړتيا له امله د توليدي سويې لوړوالی دی، چين يو پرمختيايي هېواد دی، ښايي په راتلونکي کې د پرمختګ سرعت يې د پرمختللو هېوادونو په پرتله دوه درې چنده نوره هم چټک شي.

لين يي فو وويل چې د چين پرمختګ به د نړۍ تولو هېوادونو ته فرصتونه ورسوي. د چين د نړيوال مقام د لوړوالي او د نړيوال نظام د بدلون سره سره، چين بايد د نړيوالو چارو په ادارې کې هم فعال رول ولوبوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای