CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې د ملي کمېټې دوهمه غونډه په بريالۍ توګه پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2014-03-12 17:11:06

د چين د مرکزي خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې د ملي کميټې دوهمه غونډه د ټاکل شويو اجينداوو تر بشپړولو وروسته د روانې مياشتې په دوولسمه نېټه سهار د بيجينګ د خلکو په

لوی تالار کې پای ته ورسېده ،شي جين پينګ، لي که چيانګ، جانګ ده جيانګ، ليو يون شان، وانګ چي شان او جانګ ګاو لي په غونډه کې حاضر وو، يو جنګ شنګ د دې غونډې د پای د مراسمو مشري وکړه . دا غونډه په چين کې د سمون د هراړخيزې ژورتيا وروسته جوړه شوې لومړۍ غونډه وه او ددې غونډې لخوا په تصويب شوې سياسي پرېکړه کې ليکل شوي چې د سمون د هراړخيزې ژورتيا لپاره ولسي مشورتي کنفرانس ډير مهم رول لوبولی شي. يو جنګ شنګ په مراسمو کې دې ته اشاره وکړه چې په نوې زمانه کې موږ بايد د تل لپاره پر سمې تګلارې ټينګار وکړو ، د ټولو هېوادوالو د نظريو په راغونډولو سره به ستونزې لېرې کړو او ګام په ګام به پرمختګ وکړو. د مالوماتو له مخې د روانې مياشتې تر اوومې نېټې پورې کنفرانس ته ٥٨٧٥ وړانديزونه ليږل شوي چې ٤٩٨٢ وړانديزونه يې د بيړني حل لپاره تر څارنې لاندی راغلي او ياد وړانديزونه د سمون د ژورتيا او د ستونزو د حل وفصل په اړونده وو .

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای