CRI Online

د چين د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس دوهمه غونډه پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2014-03-13 11:07:38

د چين خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې څلورمه جلسه يعنې د روانې غونډې وروستۍ جلسه د مارچ د ١٣ مې نېټې په سهار د خلکو په لوی تالار کې ترسره شوه او د دې جلسې په پای ته رسيدو سره د چين د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس دوهمه غونډه چې لړۍ يې تر اته نيمو ورځو پورې دوام درلود، پوره پای ته ورسيده. د غونډې اجرائيوي مشر جانګ ده جيانګ د دې غونډې د پای د مراسمو مشري وکړه او شي جين پينګ، لي که چيانګ ، يو جنګ شن او نورو مشران هم په غونډه کې حاضر وو.

د روانې غونډې په موده کې څه باندې درې زرو استازو د حکومت کاري رپوټ او نورو رپوټونه وسنجول او تصويب يې کړل، دغه راز په بيلابيلو برخو کې يې لاسته راوړنې او اړوندې تجربې چې په تېر يو کال کې د چين لخوا ترلاسه شوې راغونډې کړې او د سږکال لپاره يې عمده دندې او کاري پلانونه هم وټاکل. په ياده غونډه کې لومړې د رايګيرۍ له لارې د حکومت د کاري رپوټ په اړه يو پريکړه ليک تصويب شو. دې پريکړه ليک کې راغلي چې روانه غونډه کې د دولتي شورا د تېر يو کال کارونه تائيد شول، د ٢٠١٤ کال لپاره ټاکل شوې دندې او کاري پلانونه ومنل شول او د حکومت کاري رپوټ هم تصويب شو. دې رپوټ کې د چين د حکومت د پلان له مخې به په سږکال کې جي ډي پي ٧.٥٪ ته زيات کړي.

ياده غونډه کې د ٢٠١٣ کال د ملي اقتصاد او ټولنې د پرمختيايي پلان د پلې کېدو د حالاتو او د ٢٠١٤ کال د ملي اقتصاد او ټولنې د پرمختيايي پلان په اړوند يو پريکړه ليک هم تصويب شو. دغه راز د رايګيرۍ له لارې هم د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې کاري رپوټ، د خلکو د سترې محکمې کاري رپوټ او د خلکو د لوی څارنوالي کاري رپوټ تصويب شول.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای