CRI Online

په کابل کې سرينا هوټل له بريد سره مخامخ شو

cri     (GMT+08:00) 2014-03-21 16:43:14
په کابل کې سرينا هوټل له بريد سره مخامخ شو 

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د سرينا پر هوټل پيل شوې جګړه د څلورو ځانمرګو بريدګرو په وژل کيدو سره پای ته ورسيده. دغه بريد د روانې مياشتې په شلمه نېټه ماښام رامنځته شو چې د مرګژوبلې حالت يې لا تر اوسه نه دي مالوم شوي. په همدې ورځ د طالبانو لخوا اووه تنو ځانمرګو بريدګرو د ننګرهار په مرکز جلال باد ښار کې د پوليسو پر يوې ادارې هم ناڅاپه بريد وکړ چې له امله يې لس پوليس او يو ملکي وګړی ووژل شول.

د افغانستان د ځايي تلويزيون د خبر له مخې د شلمې نيټې په ماښام څلور وسله وال کسان سرينا هوټل ته په ننوتلو بريالي شول او بيا وروسته يې له امنيتي ساتونکو سره ډزې پيل کړې. د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند صديق صديقي وويل شاو خوا له يو ساعت جګړې وروسته څلور وسله وال کسان ووژل شول، خو په هوټل کې د مشتريانو او کارکوونکو د مرګژوبلې حالت لا تر اوسه مالوم نه دي او طالبانو د دغې پيښې پړه پر غاړه واخيستې.

سرينا هوټل په کابل کې ډېر مشهور دی چې د م م زيات شمېر کارکوونکي او د نورو هېوادونو د پلاويو غړي هم په کې اوسېږي. زيات شمېر بهرنيان له اوږدې مودې راهيسې په دغه هوټل کې ژوند کوي . دغه هوټل په ٢٠٠٨ کال کې د طالبانو له يو بريد سره هم مخامخ شوی و چې له امله يې شپږ تنه وژل شوي وو.

د دغه هوټل دباندې فولادي ديوالونه دي او يوازې يوه کوچنۍ دروازه د پلي ګرځېدونکو مشتريانو د تګ راتګ لپاره کارول کېږي. مشتريان له لومړۍ اوسپنيزې دروازې څخه د تېرېدو وروسته بايد د امنيت ساتونکو له خوا يې بدني څارنه وشي، ورپسې له دوو اوسپنيزو دروازو او يو فلز پلټونکې دروازې څخه له تېرېدو وروسته د هوټل مخکښ ډګر ته ننوتلی شي. هوټل ته د موټر سره د ننوتلو په وخت کې له دوو ميلونو او دوو لوړو اوسپنيزو دروازو څخه په تېرېدو سره د امنيت ساتونکو او د چاودنو د مخنيونکو سپيو له خوا د دريو څارنو وروسته داخلېدای شي. د سرينا هوټل امنيت ساتونکي ټول پر سر باندې فولادي خولۍ ، د بمونو د مخنيوي جامې لري او په لاسونو کې يې د اې کې ٤٧ توپک دي او پر ځان باندې يې د ګوليو څلور اضافي کڅوړې هم ځای پر ځای کړي وي. د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې بريدګرو په جورابو کې د توپنچو په پټولو سره د امنيت ساتونکو له څارنو څخه ځان ژغورلی او هوټل ته داخل شوي دي.

د افغانستان د دريمې دورې د ولسمشريزو ټاکنو په هکله رايې ورکونه به د پلان له مخې د اپريل په پنځمه نېټه په رسمي توګه تر سره شي. اوس په افغانستان کې نهه کانديدان په ولسمشريزو ټاکنو کې برخمن دي او اوسمهال د ټاکنو لپاره سيالي په ټول هېواد کې روانه ده. دا د پام وړ ده چې ايا ولسمشريزې ټاکنې به په سالمه توګه تر سره شي او که نه؟

طالبان تل دا نظر لري چې ولسمشريزې ټاکنې د نورو هېوادونو د ځواکونو تر کنترول لاندې دي، نو په ټاکنو کې يې ځکه ګډون رد کړی او په وروستې موده کې يې څو څو ځله ويلي چې دغه ټاکنې حتی د وخت ضايع کول دي او په اخطار سره يې ويلي په ټاکنو کې ټولو ګډون کوونکو ته به د مرګ سزا ورکړي. لس ورځې مخکې طالبانو ويلي وو چې په ولسمشريزو ټاکنو کې به د برخوالو کارکوونکو، رايې ورکونکو او امنيت ساتونکو په وړاندی يو لړ بريدونه تر سره کړي. د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د افغانستان د فارياب په ولايت کې يوه ځان وژونکي بريد لږ تر لږه اوولس تنه ووژل او شپږ ويشت تنه يې نور ټپيان کړل. په شلمه نېټه سهار وختې د جلال اباد په ښار کې د پوليسو ادارې په وړاندې په يوه ځانمرګی بريد کې لس پوليس او يو عادی وګړی ووژل شول او څوارلس تنه نور ټپيان شول.

برسيره پر دې د افغانستان او امريکا تر منځ دوه اړخيز امنيتي تړون لا هم نه دی لاسليک شوی چې د دغه هېواد امنيتي حالاتو ته ناثابت لامل دی. له دې امله چې حامد کرزی له امريکا سره دغه تړون نه لاسليکوي، نو د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې په ترينګلو حالاتو کې دي . د مارچ په پنځلسمه نېټه حامد کرزي په پارلمان کې د يوې وينا په ترڅ کې وويل امريکايي ځواکونه د روان کال له پايه مخکې له افغانستان څخه وتلی شي، ځکه چې د دغه هېواد ملي پوځ اوس د خپلې خاورې د درې نوي سلنې برخې امنيت نيسي او په هراړخيزه توګه به د امنيت ساتلو کارونه تر سره کړي. د څيړونکو په اند د افغانستان امنيتي پوځ چې په خپله د جګړې کمې تجربې لري، د ټولټاکنو په موده کې به له زياتو ننګونو سره مخامخ وي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای