CRI Online

د چين په ځينو سيمو کې د هوا د ککړتيا د مخنيوي لپاره تدبيرونه نيولی

cri     (GMT+08:00) 2014-03-31 21:43:09

د تېرې مياشتې له شلمې نيټې تر پنځه وېشتمې نيټې پورې خپره شوې لوګو د چين د يوې په پنځمې برخې خاورې پرهوا اغيزه کړې ده .که څه هم بېلا بېلو ځايونو د هوا د ککړتيا سره د مقابلې لپاره ډېر تدبيرونه نيولي دي، خو خلک لاهم دغه شک لري چې ولی په وروستيو دوو کلونو کې د هوا ککړتيا سخته شوې ده؟اړوندې څانګې د دی لپاره څه تدبيرونه نيولی دي؟دغه حالت به څومره وخت دوام ولري؟په وروستيو ورځو کې د بېجينګ ، تيان جين ښارونو او هه بی ولايت اړوندو مشرانو او کارپوهانو دغو پوښتنو ته ځوابونه ور کړل.

د تېر مياشتې په ٢١مه نېټه د چين د چاپيريال ساتنې د وزارت د مصنوعی سپوږمۍ د پلټنې له مخې د چين په منځ او ختيځ زياتو ولايتونو کې د لوګيو د خپريدا مساحت شاوخوا يو مليون څلور لکه او دېرش زره مربع کيلو مترو ته رسيدلې چې د چين د خاورو د عمومي مساحت په سلو کې اوولس برخه نيسي. د دې ترڅنګ اته لکه او لس زره مربع کيلو متره سيمه د درندو لوګو تر اغيزې لاندې دي چې له بېجينګ ښار ، هه بې، شان شي، شان دونګ ، هه نان او لياو نيګ ولايتونو څخه عبارت دي.

د ياد وزارت مرستيال جای چينګ دی ته اشاره وکړه چې په وروستيو دوو کلونو کې د چين په ډېرو سيمو کې د ککړو توکيو د خپرېدا اندازه له ښاري عادي توان څخه وتلې ده.هغه وويل (اواز.........) هوا ته د ککړو توکيو د خپريدا عمومي اندازه ډېره لوړه چې د ښاري چاپيريال له ظرفيت څخه وتلې ده.د دې ترڅنګ د هوا ککړتيا په اړه زړې مسئلې لاهم نه دی حل شوي، خو نوی مسئلې بيا رامنځته شوې دي د بېلګي په توګه د موټرونو په اړه ککړتيا.په ځينو لويو او منځنيو ښارونو کې هوا ته د موټرونو رسولي ککړتيا ډېره سخته ده.

د هوا ککړتيا د مخنيوي لپاره په بېجينګ ، تيان جين او هه بی ولايت کې اړوندو څانګو جدی تدبيرونه نيولي دي. د تېر مياشتې په ٢١مه نېټه د بېجينګ اړوندې څانګې د هوا ککړتيا سره د مقابلې لپاره نارنج درجه غوره کړې او ور پسې يې په فعاله توګه د ودانيو د له منځه وړلو کارونه بند کړی او د هغو موټرونو په وسيله يې چې ډېرې لوګی يې رسولي دي، د مالونو ليږدونه پرې کړی او د اړوندو تصديو توليدي کار هم بند کړی يا توليدي اندازه يې محدوده کړې ده. د تېر مياشتې تر ٢٣مې نيټې پورې په بېجينګ کې يوسل او يوولس تصدۍ خپلې توليدي چارې بندې کړې يا توليدي اندازه يې محدوده کړې ده.

د فبرورۍ له ٢١مې نيټې څخه په هه بې ولايت کې له لوګو او هوا ککړتيا سره د مقابلې لپاره دوهمه درجه بېړنۍ لايحه پيل شوه او ور پسې د شه جيا جوان، باو دينګ او هنګ شيوي په شمول ډېرو ښارونو کې يو لړ تدبيرونه ونيول شول.د هه بی ولايت د شه جيا جوان ښار د اقتصادي سيمې د اداري کميټې کارکوونکي هاو هونګ ان وويل (اواز..........) د اړوندو تصديو له خوا د خپرو شويو ککړو توکيو له اندازې سره سم ځينی کليدي توليدي بهير بند شوی تر څو د ککړو توکيو د خپريدا اندازه په واقعی توګه کمه شي.

خو د هوا ککړتيا د مخنيوي لپاره نوموړۍ کړنې ښه پايله نه ده تر لاسه کړې.رېښتيا ده چې تېر کال د هوا ککړتيا د مخنيوي لپاره د چين د دولتي شورا د لس تدبيرونو تر صادرېدو وروسته په ډېرو سيمو کې هم يو لړ تدبيرونه نيولي دي.خو دغه تدبيرونه به څه وخت ښه پايله تر لاسه کړي؟ د بېجينګ ، تيان جين ښارونو او د هه بی ولايت مامورينو دغې پوښتنې ته ځواب ور کړ.د بېجينګ د ښاروال مرستيال جانګ ګونګ وويل (اواز........) د لومړني پړاو د پنځه کلن عملي پلان تر پلي کېدو وروسته به په دريو سيمو کې د هوا کيفيت په څرګنده توګه ښه شي.د تيان جين د ښاروال مرستيال اين های لين وويل (اواز......) تر پنځو کلونو وروسته به ابتدايي ښه پايله تر لاسه شي او تر لسو کلونو وروسته به څرګنده ښه پايله وګټل شي.

د تيان جين د نان کای نومی پوهنتون د چاپيريال علومو او د پروژې پوهنځی پروفيسر هم وويل چې اړوند مسئولين او عام وګړي بايد د هوا ککړتيا د له منځه وړلو لپاره زغم وساتي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای