CRI Online

په چين کې د اوبو ککړتيا د پاملرنې وړ مسئله ده

cri     (GMT+08:00) 2014-03-31 21:35:53

د مارچ په ٢٢مه نېټه د اوبو سرچينې له دوه وېشتمې نړيوالې ورځې سره برابره وه.روان کال په چين کې د دې ورځې د لمانځنې لپاره د فعاليتونو عمده موضوع د سيندونو او جهيلونو د ادارې پياوړتيا او د اوبو د ايکولوژيکي چاپيريال ابادول دي چې له امله يې د اوبو سرچينې کارونې او ساتنې بيا د پاملرنې وړ مسئله ګرځېدلې ده.کارپوهانو دې ته اشاره وکړه چې اوس په چين کې د اوبو د چاپيريال ساتنه او کارونه د خوشيبينې وړ نه ده او اړوندې څانګې بايد د دغه چاپيريال د ښه والي لپاره ډېره هڅه وکړي.

(اواز..........) د نل اوبه نه څښم او بايد پاکه اوبه واخلم ،ځکه چې د نل اوبو تر ګرمېدو وروسته ډېر ناپاک توکي پاتی شوي او له دې امله يې د اوبو د ګرمېدو ماشين هم خراب شو .

په دې وروستيو کلونو کې د نل اوبو ډاډمنتيا د پاملرنې وړ مسئله ده.ډېرو وکړو د اوبو د پاکولو له ماشينونو څخه پاکه اوبه اخيستی دي. له دې څخه څرګنديږي چې عام وګړي د اوبو پر چاپيريال انديښمن دي.د چين د چاپيريال ساتنې د وزارت د يوې شمېرنې له مخې په ٢٠١٢کال کې په لسو لويو سيندونو کې منځنۍ او ټيټته کچه اوبه د اوبو د عمومي شمېر په سلو کې لس اعشاريه يوه برخه نيولې ده.له يوشپېتو مهمو جهيلونو څخه د څلېرويشتو جهيلونو د اوبو کيفيت له دريمه کچه معيار څخه ټيټ دی . تر ځمکو لاندې د څښاکو اوبو د سرچينو کيفيت هم له معيار سره سمون نه لري او د دوه سوه او اتيا مليونو تنو وګړيو لپاره د څښاکو اوبو کيفيت ښه دی .د چاپيريال ساتنې د وزارت مرستيال جای چينګ دی ته اشاره وکړه چې اوس مهال نه يوازې پر ځمکو باندې په اوبو کې بلکې تر ځمکو لاندې په اوبو کې ککړتيا رامنځته شوې ده. هغه وويل (اواز..........) لومړی اوبو ته د ککړو توکيو د خپراوي عمومی اندازه زياته ده چې دغه اندازه د چاپيريال له ظرفيت څخه وتلې ده.د کارپوهانو د اټکل له مخې د دغو ککړو توکيو د خپراوي اندازه بايد له دېرش سلنې څخه تر پنځوس سلنې پورې کمه شي چې له امله به يې د اوبو چاپيريال ښه شي.دوهم ،تر ځمکو لاندې د اوبو ککړتيا په اغيزمنه توګه تر کنترول لاندې نه ده.دريم د ځينو سيندونو په تېره بيا د هغو سيندونو ککړتيا چې د عامو وګړيو له ژوند سره نژدې اړيکې لري،سخته شوې ده.

د صنعت ، کرنې او ژوند په اړه د ډېرو ککړو توکيو د خپراوې له امله د اوبو ککړتيا رامنځته شوه.په ښار کې دا څرګنده ده چې هغه سيندونه چې پخوا يې ډېرې پاکې وي، په ککړشويو سيندونو بدل شوي دي .د بېلګي په توګه په بېجينګ کې له پنځوسو سيندونو څخه د يو څلوېښتو سيندونو د اويو کيفيت له معيار سره سمون نه خوري،خو د دې حالت لامل څه دی ؟په تېر اته کلن څيړنه او ساتنه کې د بېجينګ د طبيعت پوهنتون د اوبو پروژې مشر جانګ شيانګ په دی اند دی چې په بېجينګ کې د اوبو ککړتيا د ښاري پرمختګ سره نژدې اړيکې لري.هغه وويل (اواز.............) په بېجينګ کې د اقتصادي پرمختګ له امله ښاري نفوس تر زياتې اندازې پورې زيات شوی چې په پايله کې د اوبو د کارونې اندازه هم زياته شوې ده.دا هم په دې ښار کې د اوبو سرچينو د کمښت عمده عوامل دی .سربېره پردې د ښاري نفوس د زياتېدو سره سره کافی بنستيز تاسيست نه دی برابر شوي د بېګي په توګه د ککړو اوبو د پاکېدو نلونه کم دي چې له امله ګڼ شمېر ککړې اوبه سيندونو او جهيلونو ته بهېدلې او د سيندونو او جهيلونو ککړتيا رامنځته شوې ده.

خو د دې ترڅنګ په کليوالو سيمو کې د اوبو د ډاډمنتيا مسئله هم د انديښنې وړ ده.د دې حالت په وړاندې د اوبو لګولو د وزارت مرستيال لي ګوو اينګ وويل چې په ٢٠١٥ کال کې په کليوالو سيمو کې د څښاکو اوبو د ډاډمنتيا د تامينولو لپاره به اړوندې څانګې په ډله ييزه توګه د اوبو د برابرولو لپاره ډېرې هڅې وکړي او د اوبو سرچينو ساتنه پياوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای