v په افغانستان کې به د ملي يووالی حکومت جوړ شي
پر ځايي وخت د سپتمبر په ٢١مه نېټه د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دوو کانديدانو اشراف غنی او عبدالله عبدالله سره د هوکړه تړون لاسليک کړ او پر دې يې موافقه وکړه چې د ملي يووالي حکومت جوړ شي او غني به د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شي.
د افغان سيمه ييزو خبري رسنيو د خبر له مخې د افغانستان د ولسمشر کانديد اشراف عني د روانې مياشتې په ٢١مه نېټه له بل کانديد عبدالله عبدالله سره د ملي يووالی حکومت د جوړېدو په اړه د هوکړه تړون د لاسليک مراسم تر سره کړي او پکې يې د ملي يووالي حکومت د جوړولو او د واکمنۍ چوکاټي تړون لاسليک کړی دی.دواړو خواوو دې ته موافقه وکړه چې د وزيرانو ترمنځ د غونډې رئيس وټاکل شی او کابينه به لاهم د ولسمشر تر مشرۍ لاندې وې...
|