CRI Online

ټاکنې به د افغانستان د سوله ييز بهير او ملي اتحاد هڅونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2014-04-04 17:00:18
ټاکنې به د افغانستان د سوله ييز بهير او ملي اتحاد هڅونه وکړي

د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې به د اپريل په پنځمه نېټه تر سره شي. دغې ټاکنې په دوه زره لومړی کال کې د افغانستان د بيا رغونې له پيل کيدو وروسته د قدرت لومړی انتقال دی چې د دغه هېواد په واکمن حکومت کې به د حامد کرزي لارښوونه پای ته ورسېږي او په افغانستان کې به د سياست، امنيت او اقتصاد د شکلونو د بدلو نوې موده رامنځته شي. خلک هيله لري چې دغې ټاکنې به په افغانستان کې د سولې بيا رغونې او د ملي اتحاد د رامنځته کيدو هڅونه وکړي.

دغې ټاکنې په دې حال کې تر سره کېږي چې په افغانستان کې د امريکايی ميشته پوځ به له دغه هېواد څخه وباسي. مخکې د خپور شوی پلان له مخې امريکايی پوځ به د روان کال له پايه څخه مخکې له افغانستان څخه ټول جنګی پوځ وباسي. په همدې وخت کې طالبان لا هم د دغه هېواد د امنيتي اوضوعاتو په وړاندې يوه سخته ننګونه ده، په تيرو دوو اوونيو کې طالبانو په کابل کې څلور ځلې بريدونه تر سره کړيدي چې له امله يې په لس ګونو تنه خلک ووژل شول. دغه لاملونه د افغانستان د راتلونکی او د دې سيمې حالاتو ته ناثابتې اغيزې رسوي. دا د افغانستان او د ټولې نړيوالې ټولنې د پاملرنې وړ دي چې له ټاکنو وروسته به د افغانستان نوی حکومت له دغه هېواد څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د هېواد امنيتی حالات کنترول ، د سياسی او جوړ جاړې بهير او د بېلا بېلو ډلو تر منځ د اتحاد هڅونه کولی ، په دغه هېواد کې د کورنې جګړی مخه نيولی شي او يا که نه.

په پخوانيو لسو کلونو کې افغانانو د ولسمشر حامد کرزي په لارښوونه په سوله ييزه توګه د بيا رغونې په لاره په ستونزمنه توګه قدم وهلی دی. د افغانستان د اساسي قانون له مخې حامد کرزي چې د ولسمشر په توګه دوه ماموريت درلود، په ولسمشريزو ټاکنو کې به ګډون ونه لري. د دغه هېواد د راتلونکی مشر په هکله افغانان ډېرې هيلې لري. د اړوندې څيړنې له مخې په ټاکنو کې د برخوالو رايي ورکوونکو شمېر انډول به له پنځه اوويا سلنې څخه اوښتی وي. رايي ورکوونکي چې تاوده احساسات لري، هيله لري چې نوی حکومت به دوی ته لا زيات بدلونونه ورسوي تر څو دوی به له جګړی څخه ليری وساتي، نور زيات عايدات به تر لاسه کړي، نور بشپړ بنسټيز تاسيسات به شريک کړي، دغه راز د هېواد ملي حاکميت به په نوره زياته توګه درناوی وشي.

د عامو افکارو له مخې په ولسمشريزو ټاکنو کې دري ځواکمن نوماندان د مخالف ګوند مشر عبدالله عبدالله، پخواني مالي وزير اشراف غني احمدزی او د بهرنيو چارو پخواني وزير زلمی رسول دي. شک نه شته چې په دوی کې څوک د ټاکنو په سيالو کې ژمنه پوره کړي، د رايي ورکوونکو باور تر لاسه کولی شي. البتا په دې شرايطو کې چې افغانستان د هېواد په دننه او بهر کې له پيچيلي چاپيريال سره مخامخ دي، بدلونونه په يوه شپه کې رامنځته نه شی کيدای. خو خلکو د زړه له کومې هېله لري چې دغه ټاکنې به د افغانستان پرمختګ ته نوی فرصت برابر کړي.

طالبانو په تيرو دوو اوونيو کې په کابل کې د ټاکنو په اړوند د څانګو او بهرنيانو په وړاندی څلور ځلې بريدونه تر سره کړي، نو نړيوالې ټولنې د افغانستان د حالاتو په هکله ډېر انديښمن دي. د م م سرمنشی بان کي مون د اپريل په درېيمه نېټه د دغه هېواد له ټولو خلکو څخه غوښتنه وکړه چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او په غندنې سره يې ويل چې طالبانو د ڼاکنو په اړوند ځايونو او خلکو باندې د بريدونو ګواښونه کړيدي. په همدې ورځ د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هونګ لې د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو په هکله وويل چين هيله لري چې ټاکنې به په سالمه او ثابته توګه تر سره شي او د دغه هېواد اتحاد او ثابت په لور يو نوی پيل وګرځي.

.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای