د سين هوااژانس د خبر له مخې: د م م امنيت شورا د اپريل په پنځمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په همدې ورځ په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو هرکلی څرګند کړ او ټاکنو ته د زيانونو رسولو په موخه د زورزياتي ترهګريزو فعاليتونه يې وغاندل.
په اعلاميه کې ويل شوي د م م امنيت شورا د افغانستان د انتقال او ديموکراتيکو چارو د پرمختګ په بهير کې د ټاکنو پر اهميت ټينګار وکړ، په ټاکنو کې د افغانانو د ګډون يې ستاينه وکړه او د ټاکنو په هکله د اړوندو څانګو مهم رول يې پيژندلی دی.
امنيت شورا د ټاکنو په هکله کارکوونکو، نوماندانو او تاسيساتو ته د زيانونو رسولو په هدف د عملونو سخته غندنه وکړه او بيا تاييد کړه چې هر ترهګريز عمل به د افغانستان د سوله ييز، ديموکراتيک او ثبات بهير مخه ونه نيسي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |