CRI Online

د افغانستان د ټاکنو رايي اچونه پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2014-04-06 13:40:09

 

د افغانستان د ټاکنو رايي اچونه پای ته ورسيده

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو رايي اچونه پر ځايي وخت د اپريل په پنځمه نېټه په اوولسو بجو پای ته ورسيده. د افغانستان او نورو هېوادونو لږ تر لږه دوه لکه او پنځوس زره کتونکو د رايي اچونې څارنې وکړې چې د لالچ عملونو مخه ونيول شول. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هونګ لې په همدې ورځ وويل چين هېله لري چې ولسمشريزې ټاکنې به په افغانستان کې د اتحاد او ثبات په لور يو نوی پيل وګرځي.

د ټاکنو رايي اچونه پر ځايي وخت د اپريل په پنځمه نېټه له اوو بجو څخه پيل شوي، تر اوولسو بجو پورې پای ته ورسيده. له رايي اچونو وروسته د افغانستان د ټاکنيزو چارو په هکله اړوند مامور په همدې ورځ د امنيت ساتلو کارونو ستاينه وکړه چې د رايې اچونو لپاره د اټکل په نسبت سوله ييز او امن چاپيريال جوړ کړی دی. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت څرګنده کړه چې په دغه ورځ کې اووه سرتيري، نهه پوليس او څلور عادی خلک په بريدونو کې ووژل شول، خو نور تفصيل يې نه دی افشا کړی.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون د اعلان له مخې د ټاکنو د رايو شميرنې کارونه به د روانې مياشتې تر شلمې نېټې پورې دوام ولري او نتيجه به د می تر څلوارلسمې نيټې څخه مخکې اعلان شي. که هيڅوک په مستقيمه توګه برياليتوب تر لاسه نه کړي، د هغو دوو نوماندانو تر منځ به د دويمې دورې رايي اچونه تر سره شي چې تر ټولو زياتې رايې وګټي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هونګ لې وويل د افغانستان د ښه دوستی ګاونډی هېواد په توګه چين د افغانانو د ټاکنو درناوی کوي او هيله لري چې دغه ولسمشريزې ټاکنې به په دغه هېواد کې د اتحاد او ثبات په لور يو نوی پيل وګرځي. چين هيله لري چې د افغانستان اړوندې خواوې د خبرو اترو له لارې په مساعد ډول توپيرونه حل کړي او ژر تر ژره پراخ او زغم لرونکی سولې او اتحاد رامنځته شي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای