CRI Online

د اوکراين په ختيځ کې سياسي حالت د سختېدو په حال کی دی

cri     (GMT+08:00) 2014-04-14 16:02:33

په دې وروستيو ورځو کې د اوکراين په ختيځ دونيستک ، خارکيف او لوهانسکا ايالتونو کې روسيه پلوي خلکو احتجاجيه عمليات تر سره کړل او ځينو يې د ځايي حکومت ودانۍ هم و نيولې.په عين وخت کې يې غوښتنه وکړه چې اوکراين دې فډرالي نظام پلي کړي او په روسيه کې دې شامل شي.تر اوسه پورې په دې هېواد کې ترينګلتيا دوام لري.

د اوکراين پارلماني مشر اليسندر تورچينوف چې د ولسمشرۍ دنده هم پر غاړه لري، د اپريل په ١٣مه نېټه اعلان وکړ چې د دې هېواد د دولتي امنيت او دفاع کميټې د پرېکړې له مخې پوځ ته اجازه ور کړل شوی چې د هېواد په ختيځ کې د ترهګرۍ پرضد په لويه مبارزه کې ګډون وکړي .دغه راز پر دې يې ټينګار وکړ چې په کريميا کې د روسيې پوځي کړنې به د اوکراين په ختيځه سيمه کې بيا تر سره نه شی .هغه په همدې ورځ پرېکړه وکړه چې هغه کسان چې د اپريل د ١٤ مې نيټې د سهار تر نهو پورې په ابتکاري توګه وسلې پرځمکو کيږدي او له يادو ودانيو څخه ووځي، له جنايي سزا سره به مخامخ نه شي، خو هغه اتباع به چې پوځيان او يا هم پوليس يې وژلي يا وهلي دي ،په دغو کسانو کې به ونه شمېرل شي.

د اوکراين د کورنيو چارو وزير ارسن اواکهوف د اپريل په ١٣مه نېټه وويل چې د دونيتسک ايالت په سلاوياسک ښار کې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د ښکيلو خواوو ځينو کسانو ته مرګر ژوبله رامنځته شوه ، خو د روسيې د اتارتاس د خبري اژانس د خبر له مخې د دې ښار په ښاري سيمه کې هېڅ سخته کشاله نه ده ليدل شوې او شپه يې هم ډېره ارامه وه .لاريون کوونکيو هم وويل چې که څه هم د دې ښار د پاسه يوه وسله واله چورلکه څرخېده او د ښار په بهر کې هم ډېر حکومتي پوځونه ميشت دي ، خو لاريون کوونکيو ور سره نښته و نه کړه او هېڅ مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې.

په اوکراين کې د ترينګلتيا په وړاندې په م م کې د امريکا دايمي استازې پال په همدې ورځ وويل چې د اوکراين په ختيځه سيمه کې اوسنی حالت د کريميا د ټولپوښتنې د تر سره کولو مخکې د حالت غوندی دی او ور څخه څرګنديږي چې روسيې د دې سيمې په چارو کې لاسوهنه کوي. هغې روسيې ته ګواښ وکړ چې که په راتلونکيو څو ورځو کې د اوکراين په ختيځه سيمه کې ترينګلتيا نرمه نه شي، امريکا به هرو مرو فکر وکړي چې پر روسيې باندې لازيات بنديزونه ولګوي.

د ناټو سرمنشي راسمونسن د اپريل په ١٣مه نېټه له روسيې څخه غوښتنه وکړه چې د اوسني ترينګلي شوي حالت د نرمېدو لپاره دې هڅې وکړي او له اوکراين څخه دې د ځانګړي پوځ په شمول خپل ګڼ شمېر پوځونه وباسي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې په هر صورت کې د روسيې هر ډول پوځی لاس وهنې له امله به په نړيوالې ټولنې کې د روسيې يوازېتوب رامنځته شي .

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اپريل په ١٣مه نېټه وويل چې اوکراين په جنوب ختيځ کې امنيتي وضعه له خطرونو سره مخامخ شوې ده. روسيه به د اوکراين بحران د م م د امنيت شورا او د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان ته وړاندې کړي .

د م م د وياند دفتر د همدې ورځې په ماښام د امنيت شورا د نوبتی رئيس د بېړنۍ خبرتيا له مخې وويل چې د امنيت شورا رئيس به د ياد بحران په باب د بحث لپاره غړي هېوادونه راغونډ کړي او د اپريل د ١٣مې نيټې د شپې په اتو بجو به يوه غير رسمي غونډه تر سره کړي.

سربېره پردې د فرانسې د بهرنيو چارو وزير فبيوس هم په همدې ورځ په خپله اعلاميه کې وويل چې فرانسې په تېرو دوو ورځو کې د اوکراين په ختيځ کې د زورزياتي پر پېښو سخته غندنه وکړه او له اړوندو خواوو څخه يې غوښتنه وکړه چې زغم وساتي او د اوسني بحران د حل وفصل لپاره سره دې خبرې اترې وکړي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای