CRI Online

په ٢٠١٣ کال کې چين په نړۍ کې تر ټولو لوی سوداګريز هېواد ګرځېدلې دی

cri     (GMT+08:00) 2014-04-15 15:55:32

د نړيوالې سوداګرۍ سازمان چې مقر يې په ژنيو کې پروت دی ، د اپريل په ١٤مه نېټه يو کلنی راپور خپور کړ چې له مخې يې په ٢٠١٣ کال کې چين په نړۍ کې تر ټولو سوداګريز هېواد ګرځېدلې چې صادراتي او وارداتي عمومی ارزښت يې د نړيوالې سوداګرۍ د عمومي اندازې په سلو کې يوولس برخه نيولې ده .د دې راپور د اټکل له مخې په ٢٠١٤ کال کې به د نړيوالې سوداګرۍ د پرمختيايي انډول څلور اعشاريه اوه سلنې ته ورسيږي چې دغه رقم به د تېر کال په پرتله تر زياتې اندازې پورې لوړ شي.

د هر کال په پيل کې ياد سازمان يو کلني راپور خپروي .په دې راپور کې په تېر شوی يو کال کې د نړيوالې سوداګرۍ حالت هم ياديږي او په همدې کال کې د نړيوالې سوداګرۍ تمايل هم اټکل کيږي.د سږني راپور په اند په روان او راتلونکيو دواړو کلونو کې به نړيواله سوداګرۍ د ٢٠٠٩ کال د پولي بحران څخه راپدېخوا له کمزورتيا څخه ووځي او پرمختګ به ومومي.د دې سازمان عمومي مدير ازويدو په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل (اواز.........) په دی راپور کې مو په ٢٠١٤ او ٢٠١٥ کالونو کې د اقتصاد پرمختايي حالت اټکل کړی دی.که د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت اټکل شوې سويې ته ورسيږي،نو په ٢٠١٤ کال کې به نړيواله سوداګرۍ د ښه والي په حال کې شي، په ٢٠١٥ کال کې به دغه حالت دوام ولري. زمونږ د اټکل له مخې په ٢٠١٤ کال کې به د نړيوالې سوداګرۍ پرمختيايي انډول څلور اعشاريه اووه سلنې ته ورسيږي، که څه هم دغه رقم د تاريخي منځنۍ سويې سره څه نا څه واټن ولري.خو د تېر کال په نسبت ډېر ښه وي .دا به ور څخه څرګند شي چې نړيواله سوداګرۍ په سمه لار روانه ده.

په دې راپور کې دی ته اشاره شوې چې تېر کال د نړيوالې سوداګرۍ پرمختيايي انډول يوازې دوه اعشاريه يو ته ورسيدچې دا په اروپايي ټولنې کې د اقتصادي پرزيدا په شمول له ځينو عواملو سره اړيکې لري .په دې راپور کې ويل شوي چې په ٢٠١٣ کال کې چين په نړۍ کې تر ټولو لويه سوداګريزه ډله ګرځېدلې او د صادراتي او وارداتي سوداګرۍعمومي اندازه يې ٤١٦٠ مليارډو امريکايي ډالرو ته ورسيده چې د نړيوالې سوداګرۍ د عمومي اندازې په سلو کې يوولس برخه ونيوله .

سوداګری د نړيوال اقتصاد د روغتيايي حالت يوه مهمه نښه ده.په ٢٠١٤ کال کې به د نړيوال اقتصاد حالت په څرګنده توګه ښه شي .په دې وروستيو ورځو کې د تصديو د پلټنې او د صنايعو د توليدي شمېرو له مخې په امريکا او اروپا کې اقتصادي سمسورتيا ټينګه شوې ده. که څه هم د چين په شمول په پرمختيايي اقتصادي ډلو کې اقتصادي پرمختګ ورو شوی ، خو انډول يې لاهم د پرمختلليو اقتصادي ډلو په پرتله لوړ شوی دی. اسيا به د نړيوالې سوداګرۍ د پرمختګ لپاره عمده ځوځنده ځواک وبلل شي.په ٢٠١٥ کال کې د نړيوالې سوداګرۍ پرمختيايي انډول ښايي هغې منځنۍ پرمختيايي سويې ته اعاده شي چې په تېرو شلو کالونو کې په سلو کې پنځه اعشاريه دريو ته ورسيده.د دې سازمان عمومی مدير وويل (اواز.......) په راتلونکي کې د اقتصادي پرمختګ په هکله پېشګويې پر دی بنسټ ده چې په اسيا کې به سوداګريز پرمختيايي انډول په نړۍ کې د نورو سيمو په پرتله چټک وي او په اروپا کې به د بې کاري انډول د لوړوالي له امله مصرفي اړتياوې هم کمې شي.

په دې راپور کې د نړيوال اقتصاد او سوداګريز پرمختګ پرمخ يو لړ ننګونې هم يادې شوې او پکې دې ته اشاره شوې چې په پرمختللو اقتصادي ډلو کې ننګونې کمې شوي،خو په پرمختيايي اقتصادي هېوادونو کې ننګونې زياتې شوې دي .د دې راپور په اند پرمختيايي اقتصادي ډلې بايد د کورنيو اړتياوو د زياتوالي په تکيه خپل اقتصادي حالت برابر کړي او پر بهرنيو اړتياوو تکيه دې کمه کړي.

دا څرګنده ده چې د نړيوال اقتصاد د ښه والي سره سره به سوداګريز حالت هم ښه وي.خو د نړيوالې سوداګرۍ سازمان عمومی مدير لاهم هيله څرګنده کړه چې د دې حالت د مثبت پرمختګ لپاره به ډېرې هڅې وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای