د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ساينس او ښوونې مرکز چې د چين لخوا تر مرستې لاندې جوړ شو، د اپريل په پنځلسمه نېټه په رسمي توګه افغانستان ته وسپارل شو. د سپارلو مراسم په همدې ورځ په کابل پوهنتون کې تر سره شول.
په افغانستان کې د چين لوی سفير دنګ شي جون په مراسمو کې وويل د دې مرکز جوړونه د ٢٠١٢ کال د اګست په اتلسمه نېټه پيل شوه او د روان کال د فبرورۍ په لومړی نېټه بشپړه شوه. عمومي پراخوالی يې اوو زرو اتو سو او يو نوي مترومربع ته رسيږي او پکې د دفتر، څېړنيزې خونې، لابراتوار او کتابتون په شمول تاسيسات شتون لري.
د افغانستان د پوهنې وزير فاروق ورډګ وويل د چين تر مرستې لاندې جوړ شوی دغه مرکز د افغانستان د ښوونې او ساينس څېړنې لپاره يوه مهمه زمينه برابروی. افغانستان غواړي له چين سره همکاري نوره هم ژوره کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |