د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په دې وروستيو ورځو کې د چين د يان تای ښار سوداګر شياو شينګ کوی د پاکستان په لاهور ښار کې خپل نړيوال تجارتي شرکت ثبت کړ چې دا په پاکستان کې د چين د يان تای ښار د سوداګرۍ ټولنې تر مرستې لاندې لومړی جوړ شوی شرکت دی.په پاکستان کې د چين د يان تای ښار د سوداګرانو ټولنه د مارچ په ٢٦مه نېټه په لاهور کې جوړه شوه، د دې ټولنې مشر جنګ شياو يون وويل چې دغه ټولنه په لاهور کې د شان دونګ ولايت لومړی تجارتي ټولنه ده.
د نوموړي ټولنې مرستيال وانګ شوي مين وويل چې دغه ټولنه به په لاهور ښار کې د يان تای تجارتي سيمه، د مالونو د ليږد راليږد شرکت، خپله وداني جوړه کړي او د يان تای پلورنځيونه او رستورانټونه به وهڅوي چې په پاکستان کې خپل کاروبار پيل کړي، تر څو په دې هېواد کې د يان تای ښار د شرکتونو لپاره ښه خدمتونه او زمينې برابرې کړي.(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |