CRI Online

د اوکراين په ختيځ کې د حالاتو ترنګلتيا

cri     (GMT+08:00) 2014-04-16 17:05:44
د اوکراين په ختيځ کې د حالاتو ترنګلتيا

د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د اوکراين په ختيځو درېو ايالتونو کې روس پلوه خلکو لويه احتجاجيه غونډه جوړه کړه او د فدراسيون جوړولو غوښتنه يې وکړه ، دغه راز دوي حتی حکومتي ودانۍ ونيولې چې له امله يې په پنځلسمه نېټه په ياده سيمه کې پوځي عمليات ترسره شول ، نو نړيوالو د اوکراين حالاتو ترينګلتيا ته ډيره توجه څرګنده کړې ده .

د اوکراين پارلماني مشر ترکينوف چې د دې هېواد د ولسمشرۍ دنده هم اجرا کوي ، په پنځلسمه نېټه په پارلماني غونډه کې اعلان وکړ چې د څوارلسمې نېټې په شپه د دونيڅک ايالت په شمال کې د ترهګرۍ پر ضد پوځي عملياتو پيل شول او د کراماتوسک هوايي ډګر هم د حکومتي پوځ لخوا نيول شوی دی . د روسيې د دولتي تلويزيون د خبر له مخې په همدی ورځ په پوځي عملياتو کې لږ تر لږه څلور تنه مړه شوي دي.

د حالاتو د سختې ترينګلتيا په وړاندی د روسيې ولسمشر پوټين په پنځلسمه نېټه د م م له سرمنشي بان کيمون سره په تليفوني خبرو کې د اوکراين د حالاتو په هکله بحث وکړ او و يي ويل چې روسيه تياره ده چې م م او نړيواله ټولنه په ښکاره توګه د اساسي قانون پر ضد د اوکراين د اوسني حکومت کړنې وغندي . بان کيمون په تليفونې خبرو کې زياته کړه چې اوس د اوکراين په ختيځه سيمه کې حالات ډير نارام دي ، هغه له ښکيلو خواوو څخه د حالاتو د ارامولو غوښتنه وکړه .

په همدې ورځ پوټين د جرمني له صدراعظمې ميرکيل سره زياته کړه چې د اوکراين د ترينګلتيا د شدت له امله دغه هېواد په رښتيا د کورنۍ جګړې حد ته نژدې شوی دی. دواړو خواوو د اوکراين د حالاتو په هکله د څلورو خواوو ترمنځ د هغو خبرو اترو اهميت چې ټاکل شوې په اوولسمه نېټه په ژنيو کې پيل کېږي ، تائيد کړه او هيله يې وکړه چې د خبرو اترو له لارې په دغه هېواد کې د سولې د رامنځته کېدو اسانتياوې برابرې شی. پوټين د اوکراين د اقتصادي ثبات او د اوکراين له لارې اروپا ته د روسي ګازو د ليږدولو اهميت هم تکرار کړ ، دغه راز هغه په همدې ورځ د اسرائيلو له صدراعظم نيتانياهو سره په تليفيوني خبرو کې څرګنده کړه چې د اوکراين د حالاتو سختوالي د کيف مقاماتو لخوا د نامسولانه تګلارې د غوره کېدو نتيجه ده ځکه چې په اوکراين کې د روسي ويونکو وګړو حقه حقوق له پامه لويدلي دي.

په همدې ورځ د روسيی صدراعظم ميدويدوف د بلاروسيې او قزاقستان له صدراعظمانو سره له لېدنې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل اوکراين اوس د کورنۍ جګړې ته په لور روان دی. روسيه هيله لري چې د اوکراين واک لرونکي د کورنۍ نښتې د مخنيوي لپاره کافي هوښياري وکاروي. هغه دې ته اشاره وکړه چې د حالاتو ارامتيا په موخه د اوکراين مقامات دې اقتصادی پرمختيا ته شرايط برابر کړي او له ټولو هيوادوالو سره دې ديالوګ وکړي څو چې د هېواد د ټولو قومونو ګټې وساتل شی

د روسيې د دريځ پر ضد د امريکا د کانګرس وياندې جن پساکي په همدې ورځ د اوکراين د حکومت د کړنو دفاع وکړه او و يې ويل وسله وال لومړی د اوکراين په ختيځ کې لمسوونکي فعاليتونه تر سره کړي. نو حکومت به هرومرو په دې هکله غبرګون وکړي. وياندې په اوکراين کې د کورنۍ جګړې د پيل په هکله انګازه رد کړه او زياته يې وکړه دا شک نه شته چې روسيه د اوکراين په ختيځ کې د ترينګلتيا له لمسوونکو وسله والو عناصرو سره اړيکې لري، د اوکراين حکومت د ترينګلتيا د ارامتيا لپاره پوځونه ليږلي چې موخه يې د هېواد د سولې ساتل دي. برسيره پر دې امريکا د روانې مياشتې په ١٥مه نېټه يو ځل بيا په اخطار سره ويلي چې پر روسيې به نور بنديزونه ولګوي، خو فکر نه کوي چې اوکراين ته وسلې برابرې کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه په څوارلسمه او پنځلسمه نېټه په لوکسنبورګ کې جوړه شوه او د ناتو سرمنشي راسموسن په پنځلسمه نېټ وويل چې ناتو به له اروپايي ټولنې او نورو مهمو متحدينو سره همکاری پياوړې کړي . برسيره پردې اروپايي ټولنې په پنځلسمه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي چې يادې ټولنې پرېکړه وکړه چې د اوکراين د څلورو تنو پخوانيو مشرانو شتمني وتړي چې له امله يې د بنديز ځپلو اوکراينيانو شمير ٢٢ تنو ته زيات شوی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای