د سين هوا اژانس د خبر له مخې:پاکستاني طالبانو د اپرېل په ١٦ نېټه وويل چې د پاکستاني طالبانو مرکزي کميټې پرېکړه وکړه چې د اوربند موده به اوږده نه کړي.
د پاکستاني طالبانو وياندشاهدلله شاهد په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د پاکستان حکومت پاکستاني طالبانو ته د اوربند په ٤٠ ورځو کې کوم د خوشحالۍ وړ ځواب ورنه کړ.هغه زياته کړه چې که حکومت کوم جدي تدبير پلی کړي،پاکستاني طالبان به ځواب ورکړي.
پاکستاني طالبانو د مارچ په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د يوې مياشتې لپاره به اوربند وکړي. د غبرګون په توګه به د پاکستان حکومت هم پر طالبانو له هوايي بريد څخه لاس اخلي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |