CRI Online

د اوکراين مسلې په اړوند د څلورو خواوو خبرې اترې به ژر تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2014-04-17 11:40:35

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اوکراين مسلې په هکله د روسيې، امريکا، اروپايي ټولنې او اوکراين تر منځ خبرې اترې به د اپريل په اوولسمه نېټه په ژنيو کې تر سره شي.

د ناټو سرمنشي راسموسن د اپريل په شپاړسمه نېټه دا څرګنده کړه چې سياسي ډيالوګ د اوکراين مسلې د ليرې کولو لپاره يوازنۍ اغېزمنه لاره ده. ناټو به د اوکراين مسلې د سياسي حل لپاره د نړيوالې ټولنې له کوښښونو څخه ملاتړ وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو د لوړپوړې استازې اشټن وياند هيله څرګنده کړه چې روسيه له اوکراين سره مستقيمه خبرې اترې وکړي. هغه دې ته هم اشاره وکړه چې که د اوکراين اوضاع نوره هم ترينګلې شي، نو د اورپايي ټولنې مشران به پر دې غور کړي چې پر روسيې باندې نور زيات اقتصادي بنديزونه ولګوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای