د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د استراليا د پلټنې ګډ همغږي مرکز د اپرېل د ١٧ نېټې په سهار د ماليزيا د ورکې شوې الوتکې په اړه د پلټنې تازه پلان اعلان کړ.بلوفين- ٢١ ډوله اوتماتيک ماشين تر سمندر لاندې د يو ځل لپاره لټون کار بشپړ کړ او اوس د راتلونکې پلټنې لپاره تيارياني نيسي.
ياد مرکز د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې بلوفين- ٢١ ډوله اوتماتيک ماشين د ٩٠ کيلو مترو مربع په اندازه په سمندر کې د پلټنې کارونه تر سره کړل او اوس اړوند کارکوونکي د تازه شمېرنې په اړه څېړنه کوي.
د روانې مياشتې په ١٧ نېټه ١٠ پوځي الوتکې ، ٢ ملکي الوتکې او ١١ بيړۍ د پلټنې پر کارونو بوختې دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |