د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د سيول په نوم د جنوبي کوريا يوه مسافروړونکې بيړۍ چې په کې ٤٧٥ تنه کوريايان سپاره وو، د اپرېل د ١٦ نېټې په سهار د جنوبي کوريا د جيولن نامدو د جيندو ګون د پلوم ټاپو په شاوخوا سمندر کې ډوبه شوه.د سمندري پوليسو په قول،له لومړنۍ شمېرنې سره سم يادې بيړۍ په سمندر کې په ناڅاپي توګه خپله لاره بدله کړه چې له امله يې په بيړۍ کې د ١١٥٧ ټنو په اندازه مال او ١٨٠ موټرونه پر يوې خوا ولوېدل.
د ژغورنې په مقابل کې د جنوبي کوريا د امنيتي تګلارو مرکزي څانګې د روانې مياشتې په ١٧ نېټه وويل چې تر اوسه پورې ٩ تنه وژل شوي او ١٧٩ تنه ژغورل شوي او د ورک شويو کسانو شمېر ٢٨٧ تنو ته رسېدلی دی. د١٧ نېټې په سهار د سمندري پوليسو د پلټنې کارونه بيا پيل شوي دي.
د جنوبي کوريا په ګوانګ جو کې د چين قونسلګرۍ خبر ورکړ چې ٢ تنه چينايان هم په ياده بيړۍ کې وو.په جنوبي کوريا کې د چين د سفار کارکوونکو د دوی له خپلوانو څخه د حال احوال پوښتنه وکړه.
د امريکا سمندري پوځ د بيړيو ٧مې ډلې د روانې مياشتې په ١٦ نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د امريکا سمندري پوځ د بونهوم ريچارډ په نوم جنګي بيړۍ هم د ژغورنې په کارونو کې ګډون کړی.(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |