CRI Online

د نايجريا پوځ څه دپاسه  سل زده کوونکې ژغورلې دي

cri     (GMT+08:00) 2014-04-17 15:25:34

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل د شپاړسمې نېټې په شپه د نايجريا د دفاع وزارت وياند ولوکولاد د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل په بورنو ايالت کې له يو سلو نهه ويشتو نجونو زده کوونکو څخه يو سلو اوه تنه ژغورل شوي، خوتر اوسه اته تنه  لا هم ورکې دي.

نوموړې وويل په همدې شپه د ژغورلو په عملياتو کې د تښتولو پېښې په اړه يو شکمن مجرم هم نيول شوی.

له دې څخه مخکې د بورنو ايالت مشر د دې خبر پخلۍ وکړ چې څوارلس نجونه زده کوونکې له تښتول کېدو وروسته تښتېدلي دي. اوس د ورک شويو اته تنو نجونو د ژغورلو عمليات روان دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای