د چين نيوز اژانس د خبر له مخې، د ماليزيا صدراعظم نقيب تون رازک د اپريل په شپاړسمه نېټه ترکيې ته ورسېد او له دې هېواد څخه يې په دوه ورځني سفر پيل وکړ. د سفر په وخت کې به ماليزيا له ترکيې سره د ازادې سوداګرۍ تړون لاسليک کړي.
د ماليزيا د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ وويل د دوی صدراعظم نقيب او د ترکيې صدراعظم عردوګان به د ازادې سوداګرۍ تړون د لاسليکېدو په مراسمو کې ګډون وکړي . برسيره پر دې، دواړه خواوې به يو لړ اړوند يادښتونه هم لاسليک کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |