CRI Online

د اوکراين په ختيځ کې لا هم ترينګلي حالات دوام لري

cri     (GMT+08:00) 2014-04-17 16:23:07
د اوکراين په ختيځ کې لا هم ترينګلي حالات دوام لري

له دې نه وروسته کله چې د اپريل په ١٥مه نېټه د اوکراين پوځ ددې هېواد په ختيځ کې د ترهګرۍ پر ضد عمليات پيل کړل، ټانکونه، زره پوښ نقليه وسايل او وسله والې چورلکې د هېواد د ختيځ په ځينو نورو ښارونو کې رامنځته شول تر څو د روس پلوه وسله والو کسانو په ضد تصفوي عمليات تر سره کړي. خو يوازې په ځينو سيمو کې نښتې وشوې ،نو د تصفوي عملياتو اغيزې هم زياتې نه دې.

د روانې مياشتې په ١٥مه نېټه د اوکراين پوځ له روس پلوه وسله والو کسانو څخه د دونيڅک ايالت په شمال کې د کراماتوسک ملکي هوايي ډګر ونيوه، خو په ١٦مه نېټه د اوکراين شپږ زره پوښ نقليه وسيلې په کراماتوسک ښار کې د روس پلوه وسله والو کسانو په لاس کې ولويدلې. د اوکراين د دفاع وزارت د مطبوعاتي ادارې د خبر له مخې دغه زره پوښ نقليه وسيلې د دغه ښار په مرکز کې د ځايي اوسيدونکو له خوا محاصره شوې او په دې وخت کې د روس پلوه وسله والو کسانو د اوکراين له سرتيريو څخه دغه نقليه وسيلې ونيولې. له دې نه وروسته يې دغه شپږ زره پوښ نقليه وسيلې د سلاويانسک ښار د حکومتی ودانۍ په څانګه کې ودرولې چې دا څانګه د روس پلوه وسله والو له خوا نيول شوې ده.

د روسيې د خبري اژانس د خبر له مخې: په همدې ورځ د اوکراين پوځ شپږ زره پوښ نقليه وسيلې د ځايي روس پلوه وسله والو کسانو له خوا نه دي نيول شوې ، بلکې د اوکراين پوځي سترتيرو په خپله دغه نقليه وسيلې د روس پلوه وسلوالو کسانو ته ورکړې. يوه اوکراينی سرتيري وويل دلته مو وليدل چې دوی تندلاراي او ترهګر نه، بلکې عادي اوسيدونکي وو، نو موږ به له دوی سره دښمني ونه کړو. د خبر له مخې په همدې ورځ د اوکراين د حکومتي پوځ نږدې شپيته سرتيري هم په ځايي روس پلوه وسله والې ډلې کې شامل شوي چې ټول د دنيپروپيتروسک د هوايي پوځ د ٢٥مې ګرځيدونکې لوه غړي وو.

لا هم د کراماتوسک په سيمه کې اوکراين پوځ، ټانکونه او زره پوښ نقليه وسيلې او نورې درنده جنګي تاسيسات ميشته دي، خو په همدې ورځ د اوکراين پوځ او د روس پلوه وسله والو کسانو تر منځ هيڅ نښته نه ده رامنځته شوې. برسيره پر دې د اپريل په ١٦مه نېټه د اوکراين د وديسا په ايالت کې د حکومت پر ضد احتجاجيه غونډه هم تر سره شوه. ځايي روس پلوه خلکو پريکړه وکړه چې د وديسا ايالت دې د وديسا ملي جمهوريت ته بدل شي او په عين وخت کې يې له ځايي اوسيدونکو څخه هم غوښتنه وکړه چې د روانې مياشتې په اوولسمه نېټه ټولې عمده ترافيکي لارې بندې کړئ ، تر څو د اوکراين پوځ او پوليسو د تګ راتګ مخه ونيول شي.

په اوکراين کې د حالاتو په هکله د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګې لافروف وويل روسيه هيله لري چې کيف د دغه هېواد پر اوسيدونکو پوځي عمليات تر سره نه کړي. هغه وويل موږ به تر امکان حده پورې ترينګلي حالات ارام کړو او د کيف د مشرانو هڅونه به وکړو، چې د هېواد په جنوب ختيځ کې د اوسيدونکو د غوښتنو او وړانديزونو درناوی وکړي او ورسره دې د خبرو اترو بهير پيل کړي تر څو حالات ارام شي، خو په زور د پوځونو له لارې ترينګلي حالات نه شي ارام کېدای.

په همدې وخت کې سيرګي لافروف وويل روسيه به د اوکراين او د دغه هېواد د خلکو د صميمې ملګرې په توګه د اوکراين د اوسني واکمن حکومت هڅونه وکړي تر څو په خبرو اترو سره ريښتني عمليات تر سره شي او په هر اړخيزه توګه دې د اوکراين د بېلا بېلو سيمو د حقونو د تامينولو پر بنسټ د اساسي قانون د سمون بهير پيل کړي. هغه دې ته اشاره وکړه چې د اوکراين د اساسي قانون سمون بايد د ژنيو د خبرو اترو عمده مضـمون وګرځي. د پلان له مخې د اوکراين د حالاتو په هکله د روسيې، امريکا، اروپايې ټولنې او اوکراين تر منځ خبرې اترې د اپريل په ١٧مه نېټه تر سره شوې. د اروپايې ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو جګ پوړې استازې اشټن، د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري او د اوکراين د بهرنيو چارو وزير وکيل اندري ديشچيتسيا په خبرو اترو کې ګډون درلود.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای