CRI Online

د چين ملی موزيم

cri     (GMT+08:00) 2014-04-17 16:38:01

د چين ملی موزيم

موزيم يا لرغونتون د يو هېواد او يا د يو ملت د تاريخ او کلتور نښه ده . که داسی وويل شي چې له موزيم څخه د يو ځای د تاريخ په هکله مالومات تر لاسه کيدای شي، نو د چين د پيژندلو لپاره بايد د چين ملي موزيم ته لاړ شی . دغه موزيم يو سل کاله مخکې جوړ شوی او د چينی کلتور د ښودنې د بشپړ موزيم په توګه ګڼل کېږي.

د چين ملي موزيم د بيجينګ د تيان ان مون ډګر په ختيځ کې پروت دی. د موزيم ساختماني مساحت يې نژدې دوه لکه مربع مترو ته رسېږي او په کې د ښوونې اته څلويښت سالونونه شته چې په نړۍ کې تر ټولو لوی موزيم هم دی.

د موزيم د دروازې په وړاندې پراخو پوړيو ته تر پورته کېدو او له يوې برونزي دروازې څخه تر تيريدو وروسته يو لوړ او غټ سالون تر سترګو کېږي چې د ملي موزيم شاندار او مجلل احساسات ښکارېږي. د دې چاپير د ډيزاين په هکله د ملي موزيم د ټولنيزې ښوونې او تبليغاتو څانګې مشر هوانګ چن وويل(اواز)

موزيم د لرغونې کلتور مقدس ځای دی. ياد سالون ځکه ډېر لوړ دی چې سبب يې دا دی چې کتونکو ته د ارامتيا احساسات ورکول کېږي څو چې دوي په ډير درناوي د چين د پنځو زرو کلونو تاريخ سيل وکړي.

د چين د ملي موزيم پخوانی نوم په ١٩١٢ کال کې جوړ شوی ملی تاريخی موزيم و او د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې ياد موزيم د چين په تاريخی او انقلابی موزيمونو وويشل شو او په ٢٠٠٣ کال کې دغه دوه موزيمونه بيا يو ځای شو چې په پاي کې د چين ملي موزيم جوړ او له ٢٠٠٧کال څخه د څلورو کلونو لپاره هم ترميم شو. په ٢٠١١ کال کې نوی ملي موزيم پرانيستل شو چې په وړيا ډويل خلاصېږي. له ترميميدو وروسته د ملي موزيم ساختماني مساحت د پخوا په پرتله دري چنده زيات شوی او ډېره مهمه خبره دا ده چې نوی موزيم تاريخ او هنر ته يو شان ډير ارزښت ورکوي څو چې د نړۍ له نورو مشهورو موزيمونو سره نژدې شی. ښاغلي هوانګ چن وويل(اواز)

لومړی دا چې د تاريخی بهير له مخې د لرغوني چين او د چين د بيا ابادۍ لارې په نومونو د نندارې دوه سالونونه جوړ شوي چې د انسانانو له سرچينې څخه تر اوسنې ټولنې پورې د پرمختيا او بدلون جريان کتونکو ته معرفي کېږي . دويم دا چې په موزيم کې د ساتل شويو قديمي اثارو سره سم او د بېلا بېلو ډولونو په ويشلو سره هنري نندارې پرانستل شوې، د بېلګې په توګه د برونزي کاسو او لوښو ، د بوډايي مجسمو، د لرغونو سکو او د خطاطۍ او انځور په شمول هنرونه پکې ښودل کېږي. برسيره پر دې هر کال د هنري موزيم ، لويو نړيوالو موزيمونو او هنرمندانو تر منځ د ځينو ځانګړو موضوعاتو له مخې ديرش يا څلويښت لنډمهالي نندارې تر سره کېږي .

اوس د چين په ملي موزيم کې يو مليون اودوه لکه تاريخی اثارونه او توکي ساتل شوي ، مثلا په حجري دوره کې د انسان په بڼه رنګي خاورينه کاسه ايښودل شوې چې د کبانو انځور پکې ليدل کېږي ، د شانګ په امپراتوري لړۍ کې برونزي لوښه او د تانګ په امپراتوري دوره کې د اوښ د دريو رنګونولرونکي مجسمې او د نوي چين د جوړيدو په وخت کې رنګي انځور او نور تاريخي اثارونه دي. دغه رنګا رنګ ښکلي توکي د پنځو زرو کلونو چيني تمدن او تاريخی بدلونونو نښې دي. دغه راز د نړيوالې همکارۍ له لارې په ملي موزيم کې د مشهورو نړيوالو عکسونو او توکو نندارتونونه هم په وار سره جوړ شوي چې چينايانو په خپل هېواد کې هم له نړيوالو تمدنونو څخه ګټه اخيستې ده.

د شميرنې له مخې ملي موزيم په ٢٠١١ کال کې له پرانيستلو څخه راپدې خوا څه دپاسه شپږ مليونه نندارچيان منلي دي چې ځينې يې د نړۍ له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلي دي ، د بېلګې په توګه امريکايي نجلۍ ميګان داسی وويل(اواز)

دا يوه ښکلې ودانۍ ده چې زما ډېره خوښه ده. ما ډېر موزيمونه کتلي دي چې د چين ملي موزيم تر ټولو ښکلی دی.

د امريکا، بريتانيا او فرانسې د دريو مشهورو موزيمونو په شان د چين ملي موزيم هم د ودانۍ د ابادۍ او هم په موزيم کې د ساتل شويو توکو له نظره په مشهورو نړيوالو موزيمونو کې شامل کېږي. لنډه دا چې په دې عظيم موزيم کې د پنځو زرو کلونو راهيسې د چيني ملت تاريخی نښې ليکل شوي او نړيوال تمدنونه هم پکې ښکاره شوي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای