CRI Online

د چين موزيمونه: کلتور او هنر له خلکو څخه ليري نه دی

cri     (GMT+08:00) 2014-04-17 16:38:53

د چين موزيمونه: کلتور او هنر له خلکو څخه ليري نه دی

د شنبی ورځ په سهار د بيجينګ په زياتو ځايونو کې د رخصتي له امله ډېر ارامېږي. خو د تيان ان مون ډګر په ختيځ کې د چين د ملي موزيم په وړاندې اوږد قطار جوړ شوی چې ډېر زيات نندارچيان غواړي له موزيم څخه لېدنه وکړي. د چين د ملي موزيم خدمتي کارکوونکې ليو لي وويل ملي موزيم د ساتلو شويو قديمي اثارو سره سم د ښودنو په څو سالونونه او د ښودنو د توپيرونو له مخې په څو برخې ويشل شوی چې د مختلفو نندارچيانو غوښتنې پوره کولی شي، نو لا زيات نندارچيان جلب کړی دی. ليو لي وويل(اواز)

زما يو احساسات دا دي چې نندارچيان له بېلا بېلو پراخو ټولنو څخه راغلی دی. لا زيات زده کوونکي موزيم ته ځي او د ماشومانو او ځوانانو پلرونه او ميندې په موزيم کې د ښوونې اهميت نور زيات پيژندلی دی. دغه راز د کليو بزګران هم د موزيم خوښ دی، که څه هم د دوی د ښوونې سويه دومره ټيټه نه ده، خو دوی بيجينګ ته د سفر په ترڅ کې هرومرو د ملي موزيم ملي ارزښتناک توکي وګوري، دا د دوی لپاره ډېر وياړ دی. ملي موزيم د خلکو له ژوند سره ډېر نږدی دی چې هر تن په اسانه توګه په موزيم کې کلتور ته سيل کولی شي.

د ملي موزيم وياند جانګ پنګ له نندارچيانو سره د تماس نيولو په ترڅ کې دا احساسات لري چې د ملي موزيم په هکله د خلکو پيژندنې بدل شوې او د موزيم کلتور هم رامنځته شوی دی. جانګ پنګ وويل(اواز)

پخوا خلک فکر کړی چې موزيم له عادی ژوند سره ليری فاصيله لري، خو اوس خلکو پيژندلی چې په موزيم کې تاريخی پوهنې زده کړه کولی شي او د عادی خلکو لپاره يو ښه ښوونيز ځای دی. کله چې ما د برونزي هنر په هکله د مالوماتو ويلو په وخت کې ځيني زده کوونکي څو څو ځله واوريدلې. نو ويلی شي چې خلک په نوره زياته اندازه د موزيم خوښوي.

اوس زيات نندارچيان په موزيم کې په چټکې سره له ښودنو څخه ليدنه نه کوي، خو په جدی توګه تايخي اثارونه ګوري. د ټولنيز پرمختګ او د ژوند د شتمن کيدو سره سره د خلکو لپاره د ساعتيري لارې چارې هم بدلې شوې، کلتوري او هنري سيل هم د خلکو په ژوند کې يوه مهمه برخه ده. زيات شمېر خلک د تاريخي مالوماتو او کلتور په هکله زياتې پوهنې لري او غواړي چې د تاريخي اثارو په هکله ژوره څيړنه وکړي.

ښاغلي جو چې له نان جينګ ښار څخه راغلی، خبريال ته وويل(اواز)

موزيمونه پر ټولنې باندې سترې اغيزې لري په تيره بيا په وروستيو کلونو کې په هېواد کې نږدی ټول موزيمونه عادی خلکو ته خلاصېږي. هر ښار ته له رسيدو وروسته می هرومرو لومړی د دغه ښار موزيم ته سفر وکړم او ارزښتناک توکي وګوري. البتا سيلانيان په بيجينګ کې هرومرو د چين ملي موزيم سيل وکړي.

په وروستيو کلونو کې د هېواد حکومت د موزيمونو بادی ته ډېره پاملرنه ورکړه. د ٢٠١٣ کال تر پايه پورې په چين کې د موزيمونو شمېر دري زره او اته سوه شپږ شپيتو ته ورسيد چې هر کال نور دوه سوه زياتېږي. په همدې وخت کې موزيمونو ته د نورو زياتو نندارچيانو راجلبولو لپاره د ٢٠٠٨ کال په پيل کې د چين د تبليغاتو، ماليي چارو، کلتور وزارتونو او د تاريخی اثارو د ملي ادارې په ګډه خبرتيا ورکړه چې د هېواد د بېلا بېلو کچو عام موزيمونه، يادونځي او د وطن دوستي پوونيزې اډې ټول په وړيا توګه خلکو ته خلاص کېږي. تر اوسه پورې په ټول هېواد کې څه دپاسه دوه زره او پنځه سوه موزيمونه په وړيا توګه خلاصېږي او هر کال پنځه سوه او شپيته مليونه نندارچيان موزيمونه ګوري.

د چين د ملي موزيم د ټولنيزې ښوونې د تبليغاتو څانګې منشی هوانګ چن وويل(اواز)

په پيل کې موزيمونه په وړيا توګه خلاص شوی، خلک يوازی د عجيبو توکو لټولو احساسات درلود، اوس شپږ کلونه تير شوي، د موزيمونو کارکوونکي په پر له پسی ډول د ادارې او خدمتونو سويې لوړې کړې او خلک هم د ساعتيري او د مالوماتو تر لاسه کولو په موخه موزيمونو ته ځي. ليدل کېږي چې اوس د چين په موزيمونو کې خلکو ته د خدمتونو چارې پياوړې شوې چې د خلکو د حيثيت له لوړتيا سره سمون لري. د وخت تيريدو سره سره به د خلکو په کلتوري ژوند کې د موزيمونو رول نور څرګند شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای