د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او پاکستان تر منځ د دوستانه ټولنې د نوې دورې د شورا د جوړېدو غونډه د اپريل په شپاړسمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه.
د دې ټولنې نوی مشر شا جو کانګ په دې غونډه کې وويل په ١٩٥٦ کال کې د دې دوستانه ټولنې له جوړېدو څخه راپدې خوا د چين او پاکستان د وګړيو تر منځ د پوهاوي د پياوړتيا لپاره يې ډېر خدمتونه کړي دي چې د سياست په برخو کې د چين او پاکستان يو پر بل اعتماد کول د دواړو هېوادونو وګړيو ته واقعی ګټې رسولې دي.
په چين کې د پاکستان لوی سفير معسود خالد هم په دې غونډه کې ګډون وکړ او د نوې دورې د شورا د جوړېدو په هکله يې ټولو ته مبارکي وويله. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |