CRI Online

چين: د اوکراين مسله دې په سياسي لارې حل شي.

cri     (GMT+08:00) 2014-04-17 16:45:36

د چين د نيوژ اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هوا چون ينګ د اپريل په ١٧مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې د اوکراين د حالاتو د يادونې په وخت کې وويل، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره له خبرو اترو وروسته د اوکراين مسلې په اړه د چين دريځ بيا تائيد کړ چې دغه مسله دې په سياسي لارې حل شي او د بېلا بېلو خواوو دريځونه دې مساوي او برابر شي. په عين وخت کې چين د دې هر کلی کوي چې د روسيې، امريکا، اروپايې ټولنې او اوکراين ترمنځ څلوراړخيزې خبرې اترې تر سره کېږي.

وياندې هوا چون ينګ وويل، وزير وانګ يې ويلي چې د اوکراين مسله دوې برخې لري. د اوکراين د کورنيو چارو په لحاظه، موږ د اوکراين د دوست په توګه نه غواړو چې د اوکراين اوضاع تزلزله پاتې شي. د اوکراين د کورنيو مسلو د حلولو په بهېر کې دې د بېلا بېلو سيمو او قومونو ګټو او غوښتنو ته پام وشي او يوازی له دې لارې په اوکراين کې دايمي سوله او ثبات راتلی شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای