CRI Online

چين د روان کال د بهرنۍ سوداګرۍ ټاکلې موخې ته د رسېدو په هکله پوره باور لري

cri     (GMT+08:00) 2014-04-17 16:59:22

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ګمرکاتو ادارې د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړی موسم کې د چين وارداتي او صادراتي ازرښت پنځو زرو نهو سوو مليارډو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې اعشاريه اوه سلنه ټيټ شوی دی. په دې جمله کې واردات او صادرات په جلا جلا توګه يو اعشاريه دوه سلنه او شپږ اعشاريه يو سلنه کم شوي دي.

د چين د سوداګرۍ د وزارت وياند شن دان يانګ د اپريل په اوولسمه نېټه په يوه خبري ناسته کې دې ته اشاره وکړه چې د وارداتو او صادراتو ارزښت د ټيټېدو عمده لامل دا دی چې د تېر ٢٠١٣ کال په همدې موده کې د ځينو سيمو او هانکانګ ترمنځ د ناعادي سوداګرۍ له امله د وارداتو او صارداتو بنسټيزه شمېره لوړه شوه. له دې نه پرته د نويو اقتصادي بازارنونو کمزورتيا هم تر يوې اندازې د ياد ارزښت د زياتوالي مخنيوی وکړ.

ښاغلي شن دان يانګ وويل که مخکې ياد لاملونه ليری شوي وای، نو د امريکايي ډالرو په شمېرلو سره د روان کال په لومړي موسم کې به صاردات او واردات په واقعي توګه څلور اعشاريه شپږ سلنه او نهه اعشاريه شپږ سلنه زيات شوي وو. اوس هم چين د روان کال د بهرنۍ سوداګرۍ د ټاکلې موخې د پوره کولو په هکله پوره باور لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای