CRI Online

ناټو په ختيځې اروپا کې خپل نظامي وضعيت پياوړی کوي

cri     (GMT+08:00) 2014-04-17 17:42:41

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، ناټو د اپريل په ١٦ مه نېټه پريکړه وکړه چې په ختيځې اروپا کې به د هوايي، سمندري او ځمکني قواوو خپل وضعيت پياوړی کړي او له دې لارې به د خپلو هغوملګرو خونديتوب وساتي چې د روسيې په شاوخواوو کې پراته دي او د اوکراين د حالاتو له امله زيانمن شوي دي.

د ناټو سرمنشي اندرس راسموسن د ناټو شورا د سفيرانو په کچه د غونډې له پای ته رسېدو وروسته وويل، په ختيځې اورپا کې به نور هوايي، سمندري او ځمکني ځواکونه هم ځای پر ځای شي. نوموړي دا هم وويل، اړونده پريکړه به سمدلاسه پلې شي، په راتلونکو څو اوونيو او يا څو مياشتو کې ښايي لازيات تدبيرونه هم غوره شي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري د يوه وياند په وينا د ناټو د يادې پريکړې هدف پر اوکراين د روسيې د خرابوونکو فعاليتونو مخه نيول دي. بل لور ته اروپايي ټولنې څرګنده کړې چې پر روسيې به نور بنديزونه ولګوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای